د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلاګر وقاص ګورايا د وژنې په هڅه د تورن کس د مقدمې اورېدنه دوام لري


احمد وقاص ګورايا
احمد وقاص ګورايا

د لندن په يوه عدالت کې د پاکستان پر پوځ تنقيد کونکی بلاګر وقاص ګورايا د وژلو په تور د ګوهر خان نومي تن پرضد د مقدمې اورېدنه روانه ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي چې د مقدمې اورېدنې پرمهال د استغاثې وکيلانو عدالت ته وويل چې د "مډز" په نوم يوه تن ګوهر خان ته يو لک برتانوي پاونډ ورکول چې وقاص ګورايا ووژني.

بلخوا بي بي سي په خپل يوه راپور کې وايي چې د اورېدنې پرمهال عدالت ته هغه مبينه وټس اېپ مېسجونه هم وښودل شول چې پکې ملزم ګوهر خان له مډز سره په ظاهره د ګورايا د وژنې په باره کې خبرې کوي.

د بي بي سي په راپور کې ويل شوي چې د سرکاري وکيلانو د ډلې مشرې اېليسن مورګن کيو سي عدالت ته وويل چې ګوهرخان د پيغامونو د لېږلو او ترلاسه کولو او د نيدرلېنډ روټرډېم ښار ته د تللو اعتراف کوي او وايي، اراده يې لرله چې پېسې به واخلي او وقاص ګورايا به نه وژني.

راپور د ميرمن کيو سي له خولې وايي, ګوهر خان د ګورايا د وژنې په نيت روټرډېم ته تللی وو او هلته يې چاړه هم اخيستې وه خو د ګورايا په موندلو کې کاميابه شوی نه وو او بريتانيا ته له ستنېدو وروسته پوليسو ګرفتاره کړو.

مشال راډيو چې کله له وقاص ګورايا سره د دې کېس په اړه رابطه وکړه نو د نوموړی وينا وه چې يو خو په دې کېس کې فريق نه دی او بل دا کېس په عدالت کې دی نو خبرې پرې نشي کولی.

وقاص ګورایا په ټولنیزو رسنیو د پاکستان په پوځ د نیوکو لپاره پېژندل کېږي.

د بې پولې خبريالانو نړيوال سازمان (ار اېس اېف) وياند ډېنيل باسټرډ د جنورۍ پر۱۸مه مشال راډيو ته وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې ځينې پاکستاني خبريالان او بلاګران د پاکستان سربيره د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم خوندي نه دي چې د انديښنې وړ خبره ده.

نوموړی وايي: "هغه مختلفې سرچينې چې ار اېس اېف يې لري، د مالوماتو ترمخه پاکستاني خبريالان او بلاګران د يوشمېر اپريشنونو له لارې په بهر ملکونو کې په نښه کېږي. موږ دا نه وايو چې د دې اپرېشنونو ترشا د پاکستان رياستي ادارې لاس لري يا د دې خبرې هم څه ثبوت نشته چې د هغه هېواد استخباراتي اداره ای اېس ای يا بله کومه اداره د وقاص ګورایا د وژنې په سازش کې ککړه ده خو دا رښتيا دي چې يو تن دا پلان جوړ کړی وو چې په نيدرلېنډ کې مېشت پاکستانی بلاګر احمد وقاص ګورایا ووژني، نو اوس دا د عدالت کار دی چې دا قضيه حل کړي."

د بې پولې خبريالانو نړيوال سازمان د روانې مېاشتې په ۱۱مه نيټه په خپله وېب پاڼه لیکلي وو چې د وقاص ګورایه د وژنې د کوښښ قضیه به له نزدې څاري.

د وقاص ګورايا د وژنې سازش کېس لومړۍ اورېدنه د لندن په يو عدالت کې د ۲۰۲۱ز کال د جولای په ۱۹مه نېټه شوې وه.

پاکستانی نژاد برتانوی ګوهر خان د لندن د مېټرو پولېټن پوليسو هغه مهال ګرفتاره کړو چې د تېر کال د جون پر ۲۵مه نېټه له نېدرلېنډه لندن ته په رېل ګاډي کې ورسېدو.

د ګوهر خان تر نيولو وروسته د بريتانيا د کراون پراسکيوشن سروس په خپل يو بيان کې ويلي ول چې پر ګوهرخان يې د جون پر ۲۸مه فرد جرم ځکه ولګوو چې نوموړي له ځينو نورو ملګرو سره هم د ياد کال د فېبرورۍ او جون مياشتو ترمنځ د وقاص ګورايا د وژنې سازش کړی وو.

د بي بي سي د جنورۍ د ۱۴مې نېټې د راپور ترمخه چې د استغاثې وکيلې اېليسن مورګن کيو سي عدالت ته وويل چې د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف بي ای) وقاص ګورايا ته اطلاع ورکړې وه چې نوموړی په "کیل ليسټ" (وژنې په فهرست) کې شامل دی.

وقاص ګورایه چې د نېدرلېنډ په روټرډېم ښار کې اوسېږي، د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ مياشت کې ورته د هغه هېواد پولیسو خبرداری ورکړی وو چې ژوند ته یې جدي خطر موجود دی.

وقاص ګورايا په ۲۰۰۷ز کال کې نېدرلېنډ ته د تعلیم په ویزه تللی وو او له هغه ځایه يې له خپلو نورو ملګرو سره په ګډه د "موچي" په نوم د فېسبوک پاڼې چلولې.

په دغو پاڼو به د پاکستان په پوځ او مذهبي سختدريځو تنقيد کېدو. خو وروسته بيا دغه پاڼې وتړل شوې.

وقاص ګورايا په ۲۰۱۶ز کال کې لاهور ته ولاړو او د ۲۰۱۷ز کال په جنورۍ مياشت کې لادرکه کړل شو. د بشري حقونو تنظيمونو او د مدني ټولنو د فعالانو له احتجاجونو وروسته نوموړی هم د يادې مياشتې په اخرۍ اونۍ کې بيرته خوشی کړل شو.

په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړی په لادرکه کولو د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای تورنه کړل شوې وه خو د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې ای اېس پي ار د هغه وخت مشر مېجر جنرل اصف غفور په يو خبري کنفرانس کې دغه تورونه رد کړي ول.

XS
SM
MD
LG