د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا مخنیوي لپاره بندیزونه د فبرورۍ تر ۱۵مې وغځول


په کراچۍ کې د ټولبند له وجې دوکانونه تړلي دي - د ارشیف انځور
په کراچۍ کې د ټولبند له وجې دوکانونه تړلي دي - د ارشیف انځور

په پاکستان کې د کورونا د مخنیوي په خاطر وار له مخې لګول شوي بندیزونه د راتلونکې فېبرورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې وغځول شول.

د کورونا د څار ملي ادارې نېشنل کمانډ اینډ اپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د جنورۍ پر ۲۸مه په یو خپور کړي بیان کې ویلي، د کورونا د مخنیوي لپاره لګول شوي اوسني بندیزونه د جنورۍ پر ۳۱مه پای ته رسېدل خو د نوې پرېکړې سره سم به اوس د فېبرورۍ تر نیمايي پورې دا بندیزونه غځول کېږي. په بیان کې راغلي، د ملک په هغو ټولو برخو کې به پر غونډو بندیزونه وي چېرته چې د کورونا وایرس د خپرېدو کچه له لسو فیصدو زیاته وي.


دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې په پاکستان کې، د کورونا وايرس کيسونه زيات شوي دي. د کورونا په اړه د معلوماتو خپروونکې حکومتي وېبپاڼې د جنورۍ پر ۲۸مه خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۸۱۸۳ نوي کیسونه ثبت شوي او ۳۰ کسان یې له وجې مړه شوي دي.

له دې سره په پاکستان کې د کورونا له وجې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۹۱۹۲ ته پورته شوی او په کورونا د اخته شویو کسانو شمېر بیا له ۱۴ لکو اوښتی دی خو بل پلو له ۱۲نیمو لکو نه زیات کسان له کورونا بیرته رغېدلي هم دي.

بل پلو، په ملک کې د کورونا نه د ژغورنې په موخه خلکو ته د واکسینو د ورکولو لړۍ هم روانه ده. د حکومتي شمېرو ترمخې د جنورۍ تر ۲۸مې نېټې پورې له اتنیمو کروړو څخه زیات کسان په بشپړ ډول واکسین شوي دي.

XS
SM
MD
LG