تحریکِ لبیک په نوم یوې مذهبي ډلې پاکستان حکومت ته د یوې هفتې وخت ورکړی چې له دوی سره کړې لوظنامه دې پوره کړي ګینې نو دوی به په ټول هېواد کې د احتجاجونو لړۍ شروع کړي.
نن (د اپرېل اتمه) په پېښور کې پر رينګ روډ د سرحد يونيورسټۍ سره څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سيوري لاندې ښځي او سړي راغونډېږي او د خپلو حقونو غوښتنو لپاره جلسه کوي.
وزیراعظم وویل چې افغان حکومت ته يي ویلي چې پاکستان د امنیت راوستولو لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
په راپور کې راغلي چې په ټول هیواد کې په وژل شويو کې ۱۹ عادي وګړي ، ۱۴ پولیس، دوه د ملېشې سرتیري او دوه وسله وال شامل دي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په جنوبي وزیرستان په مکين کې د نقیب الله مسود له پلار سره لیدلي دي
عباسي د ټیکسونو غونډولو پینځه نکاتي پیکېج وړاندې کړ چې پکې راغلي، حکومت به د خلکو د شناختي کارډ له نمبرونو څخه د ټیکس ملي نمبر جوړوي چې ټول کسان وڅاري.
په دې لسټ کې الرشيد ټرسټ، حرکت المجاهدين، اسلامک مومنټ اف ازبکستان، جیش محمد، رابطه ټرسټ، لشکر جنګوي، تحريک طالبان پاکستان، جماعت الحرار په ګډون نورې ډلې شاملې دي.
د خبریالانو ژغورلو کمېټۍ پر یوه شخصي پاکستاني ټېلیویژني چېنل جیو ټي وي باندې د لګېدلي بندېز پر راپورونو اندېښنه ښودلې او ږغ یې کړی دی چې بیرته دې په بشپړه توګه ولسي رسايي ورکړل شي.
د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي اشتهاري مجرم ګرځولی دی.
دا د پاکستان په کراچۍ کې شاوخوا نهه کاله ورسته یو باقاعده نړیوال سریز وو.
ملګري ملتونه وايي له ۲۰۰۲م کال څخه تر اوسه شاوخوا ۴۳ لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
نور وښیئ