د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد عدالت د تحریک لبیک پاکستان مشر مجرم وګرځاوه


د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي اشتهاري مجرم ګرځولی دی.

تر هغه وروسته چې خادم حسین رضوي د فیض اباد پرلت په مقدمه کې عدالت ته حاضر نه شو، عدالت هغه او د هغه درې نور ملګري مفروران وګرځول.

بلخوا د تحریک لبیک مشر دړکه ورکړې ده که د حکومت او تحریک ترمینځ د پوځ په مرسته شوې لوظنامه نه عملي کېږي نو په ټول هېواد کې په احتجاجي مظاهرې کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور ترمخه رضوي او پلویانو يې دا وخت په لاهور کې د داتا دربار مخې ته پرلت غځولې دی.

یاده دې وي چې خادم حسین رضوي تېر کال د نومبر په میاشت کې د اسلام اباد په فیض اباد کې د حکومت پرضد پرلت غځولې وو او تر دریو هفتو يې د ښار مرکزي لاره تړلې وه.

په دغه مهال د پولیسو او رضوي د پلویانو ترمینځ نښتې هم شوې وې او ودانیو ته زیان رسیدلې وو.

XS
SM
MD
LG