زيتون بانو په پښتو او اردو ژبو کې ماسټري کړې او تر دې دمه يې د پښتو اته او د اردو پنځه کتابونه ليکلې دي.
د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په مقدمه کې يو بل کس پوليسو ته په جسماني ريمانډ سپارلی دی. په دې مقدمه کې د کراچۍ پوليسو يو پخوانی افسر او ۱۰ نور کسان د اپريل تر ۲۱مې نېټې د پوليسو په جسماني ريمانډ دي.
په اسلام اباد کې خبریالانو د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه کړې چې پر دوی د تشدد مخنیوی وکړي او د هغوی حفاظت دې باوري کړي.
په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم ولسي خوځښت خپلې احتجاجي مظاهرې پراخې کړي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوید باجوه ویلي چې روانې مظاهرې اینجینرډ یا پلان کړل شوي دي.
د پاکستان سېنېټ قبایلي سیمو ته د سپریم کورټ او پېښور های کورټ د واک غځولو قانوني مسوده منظوره کړله.
د پاکستان سپریم کورټ پخوانی وزیراعظم میا نواز شریف د ټول عمر لپاره د پارلېمان څوکۍ ته نااهله کړی دی.
محسن داوړ زياتوي چې د پاکستان په هر ښارکې که د پښتنو تعليم، اقتصاد يا د دوی له ژوند سره تړلې هرې څانګې ته زيان رسېږي نو غورځنګ به يې د ساتنې لپاره ځان ور رسوي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یوشمير ستونزو باوجود د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان دوره ډيره کاميابه وه او اسلام اباد ګڼي چې په افغانستان کې امن په خبرو ممکن دی.
د ماشومې د مړينه پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې په پاکستان په ځانګړې توګه په پنجاب کې پر ماشومونو له جنسي تېري وروسته د هغوی د وژنې پېښې زياتې شوي دي.
د پاکستان د انتخاباتو ادارې یا الیکشن کمېشن اعلان کړی دی چې نه اوسني صوبايي حکومتونه او نه هم مرکزي حکومت له دې وروسته فنډونه خرڅولای شي.
بخښنې نړیوال سازمان وايي، ایران او پاکستان د نړۍ په هغو پینځو هېوادونو کې دي چې پکې خلکو تر ټولو ډېرې د مرګ سزاګانې ورکړل شوې دي.
جنرال قمر جاويد باجوه وويل چې په پاکستان کې د امن ګټې له دې خبرې سره تړل شوې دي چې فاټا دې د خلکو له خواهشاتو سره سمه په قامي بهير کې ګډه کړل شي.
نور وښیئ