د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که حکومت ژمنې پوره نه کړي احتجاج پیلوو"


د تحریک لبیک پاکستان مشر علامه خادم حسین رضوي
د تحریک لبیک پاکستان مشر علامه خادم حسین رضوي

پراګ ـ تحریکِ لبیک په نوم یوې مذهبي ډلې پاکستان حکومت ته د یوې هفتې وخت ورکړی چې له دوی سره کړې لوظنامه دې پوره کړي ګینې نو دوی به په ټول هېواد کې د احتجاجونو لړۍ شروع کړي.

د مولانا خادم حسین رضوي په مشرۍ د یاد تحریک کارکونکي دا مهال په لاهور کې احتجاج کوي. دوی د خالي په ورځ د حکومت سره له مذاکراتو وروسته دغه مهلت اعلان کړ.

تحریک لبیک تر دې وړاندې د ختم نبوت په مسئله په اسلام اباد کې احتجاج کړی و چې پکې د تشدد پیښې هم رامنځ ته شوې وې.

خو د مسلم لیګ نواز ګوند ویاند صدیق الفاروق وايي، د ختم نبوت په مسئله چې حکومت کومه غلطي کړې وه، هغه سمه شوې خو اوس د دې احتجاجونو مقصد یې ګوند ته سیاسي تاوان رسول دي.

((موجوده حکومت کې داسې هېڅوک نشته چې ختم نبوت نه مني. خو زه به دا ووایم چې د دې تر شا هغه لاسونه دي کوم چې مسلم لیګ نواز ګوند خرابول غواړي. ګني ټولو ته معلومه ده چې دوی وړاندې په اسلام اباد کې څنګه احتجاج کړی و، د چا په ضمانت ورسره لوظنامه وشوه، چا په احتجاج کې برخه اخیستونکیو ته پېسې ورکولې؟ نو حکومت خو امن غواړي او زه به دومره ووایم چې په دې هېواد کې فساد او فتنه مه خوروئ.))

بلخوا د پاکستان د دفاعي چارو پوه ریټایرډ بریګیډیر سعد محمد خان وايي، د مسلم لیګ نواز ګوند په واکمنۍ وفاقي او د پنجاب صوبايي حکومتونه له دې وجې هم د تحریک لبیک خلاف کاروايي نه کوي چې په راتلونکیو عامو انتخاباتو کې له مشکلاتو سره مخ نه شي.

((دوی داسې تاثر ورکول غواړي چې په پنجاب کې امن دی، هېڅ افراتفري نشته او په نورو صوبو کې د امنیت ستونزې دي. دوی دا کار د دې لپاره کوي چې انتخابات راروان دي او دوی د کومې بدې پیښې نه ځان ساتي ځکه چې د مسلم لیګ نواز ګوند د سیاسي قوت مرکز پنجاب دی او چې دلته کامیاب شي نو په مرکز کې هم حکومت جوړولی شي. نو ځکه د تحریک لبیک خلاف هم څه ډول کاروايي نه کوي.))

دا راز د امنیتي او سیاسي چارو څیړونکی او لیکوال زاهد حسین وايي، که حکومت د ترهګرۍ خلاف قامي ایکشن پلان په سمه توګه عملي کړی وای نو داسې ډلو به حکومت ته مهلتونه نه ورکول. نوموړي وویل:

((دې هر څه یوه خبره ډیره واضحه کړه، لکه څنګه چې مونږه به هم ویل چې د یو څو نکاتو نه علاوه د ترهګرۍ پر ضد قامي ایکشن پلان ناکامه شوی دی. په هغې کې یوه مهمه نکته د نفرت خورونکیو ویناوو مخنیوی وو خو تاسو ولیدل چې د لاهور احتجاج نه وړاندې هم د دې تحریک مشر مولانا رضوي د سپریم کورټ، حکومت، سیاسي ګوندونو او رسنیو پر ضد د نفرت او تشدد ډکې خبرې وکړې خو حکومت یې پر ضد د ګامونو پورته نه ډډه وکړه او ورسره یې د امنیتي ادارو په منځګړیتوب لوظنامه وکړه چې پکې یې د هغه ټولې غوښتنې ومنلې. اوس چې حکومت او ریاست د داسې سخت دریځو ډلو په وړاندې نرمي ښايي نو داسې ښکاري چې دې ډلو دا هېواد یرغمال کړی او د دې اثرات به ډیر منفي وي او قابو کول به یې ګران وي.))

زاهد حسین زیاته کړه چې خادم حسین رضوي د ترهګرۍ ضد عدالت لخوا مفرور ګرځول شوی، د دې باوجود د هغه نه نیول د حکومت او ریاست ناکامي ده.

تحریک لبیک پاکستان د تیر کال په نومبر کې په اسلام اباد کې درې هفتې پرلت کړی و، چې د پوځ په منځګړیتوب د یوې لوظنامې په ترڅ کې ختمه کړل شوه.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG