د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي، ملګرو ملتونو چې د ترهګرو او ترهګرو ډلو او ادارو په اړه کوم فهرست جوړ کړی دی په هغه کې له پاکستان څخه ۱۳۹ کسان او ادارې هم شته.

ورځپاڼې د چارشنبې د ورځې په رپورټ کې زياته کړې چې د ملګرو ملتونو امنيت شوری دغه فهرست نوی کړی دی چې د سېشنبې پر ورځ ورته لاس رسۍ وشو.

په دې لسټ کې الرشيد ټرسټ، حرکت المجاهدين، اسلامک مومنټ اف ازبکستان، جیش محمد، رابطه ټرسټ، لشکر جنګوي، تحريک طالبان پاکستان، جماعت الحرار په ګډون نورې ډلې شاملې دي.

په لسټ کې هغه کسان يا سازمانونه ياد شوي چې له پاکستانه يې فعاليت کړی یا بيا له هغو ډلو سره يې تړاو درلودلی چې د کاروايانو لپاره يې د پاکستان خاوره استعمال کړې ده.

په دې کې د القاعده مشر ايمن الزواهيري او لشکر طيبه په شان کسانو او ډلو نومونه ليکل شوي دي.

د ايمن الزواهري نوم د فهرست په سر کې دی چې په اړه يې ملګري ملتونه ادعا کوي چې د پاکستان او افغانستان د پولې په شاوخوا سيمو کې پټ دی.

په نړيواله کچه مشهوره ترهګر رمزي يوسف نوم په فهرست کې په دوهم نمبر دی.

هغه د يمني شهري په توګه پېژندل شوی، په کراچۍ کې نيول شوی او امريکا ته سپارل شوی وو.

د دې ترڅنګ يوشمېر نور داسې ترهګر شته چې په پاکستان کې نيول شوي او امريکا ته حواله شوي دي.

په دوی کې ځينو د پاکستان پاسپورټ درلود چې ورته په منځني ختيځ کې د پاکستان سفارت خانو جاري کړي او بيا په پاکستان کې نوي شوي ول.

د ملګرو ملتونو په دې فهرست کې د لشکر طيبه د مشر حافظ سعيد نوم هم شته چې د ترهګرو سرګرميو له کبله نړيوالو پولیسو يا انټر پول ته مطلوب دی.

په لسټ کې د هغو ډلو چې له ادعا سره سم يا خو له پاکستان څخه فعاليت کوي يا بيا له داسې اشخاصو سره اړيکي لري چې په پاکستان کې اوسېږي.

په دې کې الرشيد ټرسټ، حرکت المجاهدين، اسلامک مومنټ اف ازبکستان، جیش محمد، رابطه ټرسټ، لشکر جنګوي، تحريک طالبان پاکستان، جماعت الحرار په ګډون نورې ډلې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG