د بلوچستان د نېشنل ګوند مشر او د پاکستان د بندرونو مرکزي وزیر میر حاصل بزنجو ویلي، داسې هېڅ وجه نه ویني چې له کبله یې پارلېماني انتخابات پر خپل وخت ونشي.
د اسمبلۍ پر ووبپاڼې د قرارداد په متن کې راغلي چې ابوالفتح عبدالرحمان منصور خزیني ((په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی فېزېکپوه وو)) چې په دې ډګر کې یې ((لوی کارونه)) کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د پنجشنبې پر ورځ دا څرګندونې په اونیزه خبري غونډه کې وکړې. نوموړي زیاته کړه، دوی که د انساني خواخوږۍ په بنیاد دا ډول ګام پورته کوي نو هند دې دا د دوی کمزوري نه ګڼي.
په پاکستان کې د مطبوعاتو او بیان ازادۍ لپاره کارکونکې ادارې - فریډم نیټ ورک - په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې په تېر یوه کال کې اسلام اباد د خبریالانو لپاره تر ټولو له خطره ډک ښار وو.
د ډاکټر شکيل اپريدي وکيل، قمر نديم د سه شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل، له هغه وروسته چې د ده موکل د پېښور له سنټرل جيله يو نامعلوم ځای ته منتقل کړل شوی، داسې امکان پيدا شوی دی چې نوموړی د روانې مياشت په پای کې خوشی کړل شي.
په کوټه کې پر مظاهره ناست اهل تشيع هزاره وګړو ته د شپې د پاکستان کورنيوو چارو وفاقي وزير، احسن اقبال ورغلی وو. هغه کوښښ وکړ چې مظاهره ختمه شي خو دوی ورته وويل تر هغې پورې کورونو ته نه ځي تر څو چې ورته پوځ د امنيت ډاډ نه وي ورکړی.
د پاکستان ليري شوی وزيراعظم، نوازشريف ويلي چې د مسلم لېګ (ن) د مهمو غړو خلاف د عدالتونو پرکړې به دوی په راتلونکو ټاکنو کې له کامیابۍ راونه ګرځوي. نوموړي نن په اسلام اباد کې د خپل ګوند غړو ته په وېنا کې وويل چې دوی د هرقسم خراب حالت لپاره تيار دي.
په پاکستان کې د اقلیتي ورورولۍ احمدي فرقه وايي په تیر کال کې هم د دوی خلاف د امیتازي چلند او تشدد پېښو دوام وکړ چې پکې څلور احمدیان وژل شوي دي. خو حکومت وايي احمدیان هم په دې
د القاعده شبکې د پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن په موندلو کې د امریکا مبیینه مرسته کوونکی ډاکټر شکیل اپریدی له پېښور جېل څخه نا معلوم ځای ته وړل شوی دی.
د پاکستان وفاقي حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د ۵۲ کهربه او ۴۶ اربه بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی
د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په اسیا کې تر ټولو فعاله میډیا د پاکستان ده خو اوس په هېواد دننه د طاقتورو ډلو له خوا د دړکو ښکار ده.
جرمن حکومت د اعلا زدکړو لپاره د ډاډ په نوم وظیفې یا سکالرشپونه ورکوي چې پکې د ځوانانو د زدکړو ترڅنګ ټول لګښتونه پوره کیږي او د دغه هېواد په اعلا تعلیمي ادارو کې داخلې ورکوي.
نور وښیئ