د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په اسیا کې تر ټولو فعاله میډیا د پاکستان ده خو اوس په هېواد دننه د طاقتورو ډلو له خوا د دړکو ښکار ده.
جرمن حکومت د اعلا زدکړو لپاره د ډاډ په نوم وظیفې یا سکالرشپونه ورکوي چې پکې د ځوانانو د زدکړو ترڅنګ ټول لګښتونه پوره کیږي او د دغه هېواد په اعلا تعلیمي ادارو کې داخلې ورکوي.
د هېواد اقتصاد مړ وو، خو چې موږ د انرژۍ جوړول پیل کړل نو د صنعت او کرنې څانګو هم وده پیل کړه. زه په خوشالۍ وایم چې سږکال زموږ اقتصاد ۵،۸ فیصده وده وکړه
د سپريم کورټ لخوا جوړې کړل شوې پينځه کسيزې ګډې تحقيقاتي ډلې وزيرستانی ځوان نقيب مسيد بې ګناه او د ملير پوليسو پخوانی چاروکی راوانوار يې د هغه د قتل ذمه وارګرځولی.
په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل غړی مزمل خان بيا وايي چې هلکان ټول نيسي نو اوس به کېدای شي جينکۍ خپل احتجاج پیل کړي.
د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وايي چې له امريکا سره يې د افغانستان او دې سېمې حالاتو په ګډون په پاکستاني ډېپلوماټانو لګولې شوي بندېزونو او په نورو مهمو چارو خبرې اترې رواني دي.
د خارجه چارو وفاقي وزیرخواجه محمد اصف په یو بیان کې ویلي چې دې به د خپلې پارټۍ له مشرانو او وکیلانو سره تر سلا وروستو دا پرېکړه په سپریم کورټ کې ننګوي.
د سيند صوبې چارواکي وايي که د پښتون ژغورنې غورځنګ خواخوږي نيول شوي وي، د پرېښودو په اړه به يې قانوني پروسه يا بهير تعقيبيږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، د مزاکراتو لپاره به له کوټې تر چتراله یوه نماینده کمېټۍ جوړوي.
په پاکستان کې د مترقي ځوانانو ټولنې (پروګریسیو یوت الاینس) غړي وايي چې په کراچۍ کې امنیتي ادارو د دوی یوولس ملګري نیولي دي او ځنې نورو ته يې دړکې ورکړي دي.
جنرال قمر جاويد باجوه د روس په رسمي سفر مسکو ته رسېدلی او هلته يې د روس د مځکني پوځ له قومندان جنرال اولګ ساليوکوف سره په کريميلن محل کې ليده کاته کړي دي.
غونډه په کراچۍ کې د ډان مېډيا ګروپ او د پاکستان منصوبه بندۍ او پرمختيا وزارت کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ څانګې په ګډه جوړه کړې وه.
نور وښیئ