د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې تېره مياشت ترهګرو بريدونو ۳۷ کسان وژلي

۲۰۱۸م کال کې په کوټه ښار کې د يو ترهګر بريد انځور
۲۰۱۸م کال کې په کوټه ښار کې د يو ترهګر بريد انځور

د پاکستان انسټي ټیوټ اف پالیسي ساینسز په نوم څیړنیزې ادارې ویلي چې د روان ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې په پاکستان کې په ۲۵ بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او ۵۵ ټپیان شوي دي.

پرون [جمعه] د څیړنیزې ادارې له خوا په خپور شوي یو تازه راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت تر ټولو زيات ترهګر بریدونه په بلوچستان صوبه کې شوي دي. په دغه صوبه کې په ۱۳ بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي او نور یو شمیر ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په ټول هیواد کې په وژل شويو کې ۱۹ عادي وګړي ، ۱۴ پولیس، دوه د ملېشې سرتیري او دوه وسله وال شامل دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG