د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته ګڼ خلک راغونډ دي

منظور پښتون، محسن داوړ او علي وزير
منظور پښتون، محسن داوړ او علي وزير

نن (د اپرېل اتمه) په پېښور کې پر رينګ روډ د سرحد يونيورسټۍ سره څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سيوري لاندې ښځي او سړي راغونډېږي او د خپلو حقونو غوښتنو لپاره جلسه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ د اپرېل په اتمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د پښتنو مسلې راخيستې نو ځکه يې اکثره ګوندونه ملګرتيا کوي او ورته يې ويلي دي چې خپل غړي به د پېښور جلسې ته ورلېږي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د انتظاميې سره هم خبرې کړې دي. تر اوسه پورې راته څه خنډونه نه دې جوړ شوي او په ډاډ سره ويلی شم چې دا به يوه تاريخي جلسه وي.)

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه لويه غوښتنه دا ده چې غېب کړل شوي ځوانان دې خپلو کورونه ته راستانه کړل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې په کراچۍ کې د يو وزيرستاني ځوان، نقيب الله مسود پر وژنې تورن نيول شوي، د ملير پوليسو پخواني ايس ایس پي راو انور ته دې سزا ورکړل شي، قبايلي سيمې دې له ماينونو پاکې شي او هلته دې پوځي چيک پوسټونه کم شي.

محسن په غورځنګ لګيدلي تورونه ردوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:46:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتونخوا ولسي تحريک مشر اجمل خان اپريدي د مشال راډيو سره خبرو کې ويلي چې دوی به هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پېښور جلسې ته ورځي. د قبايلي سيمو د وکيلانو د ټولنې مشر رحيم شاه اپريدي مشال راډيو ته وويل چې دوی هم په دې هڅو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګري دي.

دوی د فرورۍ په لسمه په اسلام اباد کې خپل پرلت د حکومتي وعدو وروسته د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه خو اوس وايي يو ځل بيا به اسلام اباد ته په احتجاج ځي.

خو د وزيراعظم سلاکار، اميرمقام چې پښتون ژغورنې غروځنګ سره يې هغه مهال په ليکلې بڼه د دغو غوښتنو د عملي کولو ژمنه کړې وه، د مارچ په شپږويشتمه مشال راډيو ته وويل چې دوی خپلې وعدې پوره کړې دي.

ويډيو: د منظور پښتين خولۍ ولې مشهوره ده؟

د منظور پښتین خولۍ زیاته پلورل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG