د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالانو ژغورلو کمېټۍ د جیو ټي وي بشپړ بحالولو ږغ وکړ


 د جیو ټي وي حامد میر په خپل پروګرام کېپیټل ټاک کې
د جیو ټي وي حامد میر په خپل پروګرام کېپیټل ټاک کې

پراګ - د خبریالانو ژغورلو کمېټۍ پر یوه شخصي پاکستاني ټېلیویژني چېنل جیو ټي وي باندې د لګېدلي بندېز پر راپورونو اندېښنه ښودلې او ږغ یې کړی دی چې بیرته دې په بشپړه توګه ولسي رسايي ورکړل شي.

وفاقي حکومت په ټینګار سره وايي چې پر جیو ټي وي یې هېڅ بندېز نه دی لګولی خو د هېواد په لربر او په لویو ښارونو لکه کراچۍ، لاهور او ملتان کې نه ښودل کېږي.

د جیو ټي وي اداري مشر عباس اظهر د خبریالانو ژغورلو کمېټۍ ته ویلي چې د چېنل ۸۰ فیصده شبکه تر بندېز لاندې ده. ډان ورځپاڼې لیکلي د پاکستان مېډیا سمبالو ادارې (پیمرا) د نهې/سېشنبې پر ورځ د کېبل اپرېټرانو ته امر کړی چې په ۲۴ ګنټو کې دننه دې د جیو ټي وي چېنل ښودل بحال کړي کنه نو د دوی کېبل لایسنسونه به منسوخ کړي.

د خبریالانو ژغورلو کمېټۍ د اسیا پروګرام همغاړیکوونکي سټیون بټلر په کېبل د جیو ټي وي خودسرې ځنډونه پر ولسي رسايی مخامخ تېری او یرغل وباله چې د دغه حق ضمانت د پاکستان ایین ورکړی دی. نوموړي دا یو ناوړه ګام وباله او زیاته یې کړه چې چارواکي نه غواړي چې د هغو زورورو چې پر ټي وي چېنل بندېز لګوي، نومونه یا خو د نااهلۍ له کبله یا د وېرې له کبله نه په ډاګه کوي.

بلخوا په پاکستان کې د مطبوعاتي ادارو سره کارکوونکي د خپلو حقونو لپاره د اپرېل پر نهمه اسلام اباد کې د پارلېمان مخې ته احتجاجی مظاهره کوي او وايي چې تر هغه وخته به د یادې ودانۍ مخې ته ناست وي چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې.

د پېنډي اسلام اباد ژورنالسټانو یونين (ار ای يو جې) مشر مبارک زېب مشال راډيو ته وويل که په ملک کې د عام ولس د حقونو خبره وي او یا که چا سره څه ظلم زياتې کېږي مطبوعات يې غږ چارواکو ته رسوي خو له بده مرغه د يادو ادارو سره کارکوونکو ته تر اوسه خپل حقونه نه دي ورکړل شوي.

د نوموړي وينا وه چې د راتلونکي ګل په ورځ د احتجاجي مظاهرې دوران به حکومت ته درې غوښتنې ږدي. لومړۍ، حکومت دې اتم وېج بورډ جوړ کړي چې مطبوعاتو سره کارکوونکو ته خپل حقونه ترلاسه شي، دویمه غوښتنه يې دا ده چې د اخبارونو لپاره کوم اېکټ جوړ شوې دغه شان ېو قانون دې د ټي وي او راډيو سره کارکوونکو لپاره هم جوړ کړي او درېیمه غوښتنه يې د غېر قانوني معاهدو د خاتمې پحقله ده ځکه چې د داسې معاهدو د لارې په ډېرو کمو تنخواګانو خلکو ته نوکریانې ورکړل کېږي.

د مبارک زېب په وينا، درېواړه غوښتنې یې جايزې دي او د دې ملک د یو وګړي په حیث د حکومت فرض جوړېږي چې عمل پرې وکړي.

د مظاهرې تابيا د ژورنالسټانو تنظيم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس (پي اېف يو جې) کړې ده.

د ياد تنظيم صدر افضل بټ مشال راډیو ته وويل چې مطبوعاتو سره کارکوونکو ته هېڅ قسمه حقونه نه ورکړې کېږي نو احتجاجي مظاهره به يې تر هاغه وخته جاري وي چې تر څو يې حکومت غوښتنې ونه مني.

د نوموړي وينا وهد تېرې ېوې اوږدې مودې راهيسې له رسنیو سره کارکوونکو خلکو د معاشي حقونو لپاره څه جدوجهد نه دې کړې شوې او دا وجه ده چې د مطبوعاتو مالکان خپلو کارکونکو ته حقونه نه ورکوي نو د ټول پاکستان نه خبريالان او مطبوعاتو سره کارکونکي به په نهمه نیټه اسلام اباد ځي او د پارلېمان مخې ته به د خپلو حقونو لپاره احتجاجي مظاهره کوي.

XS
SM
MD
LG