د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ مشر د نقيب مسود له پلار سره ليدلي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په جنوبي وزیرستان په مکين کې د نقیب الله مسود له پلار سره لیدلي دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په جنوبي وزیرستان په مکين کې د نقیب الله مسود له پلار سره لیدلي دي او ډاډګيرنه يې ورکړي چې د انصاف ترلاسه کولو کې به هر قسمه مرسته ورسره کوي.

نوموړي پرون د نقیب مسود فاتحه وکړه او د هغه له بچیو سره یې هم ولیدل.

نقيب مسود په کراچۍ ښار کې په جنوري په مياشت کې په یوه مبينه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی وو چې سخت ولسي غبرګون يې راپارولي وو. د نقيب مسود په وژنه تورن د کراچۍ پوليسو پخوانی افسر راو انوار تيره مياشت د ترهګرۍ ضد عدالت په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلی وو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) تېر مازیګر په یوه بیان کې وویل، جنرال باجوه په جنوبي وزیرستان کې د یوه نوي مارکېټ او د نقیب مسود په نوم د کالج پرانیسته هم وکړه.

​د سیمې اوسېدونکو پرون ماښام مشال راډیو ته وویل، جنرال باجوه جرګې ته په وینا کې هوډ وکړ چې د سیمې امنیت به ساتي او د خلکو مشکلات به هواروي.

د پوځ مشر دغه غونډې ته ورغلي دلاور خان مسود مشال راډیو ته وویل، چې دوی په مکین کې د نقیب مسود په نامه د کالج جوړولو او د یوه نوي مارکېټ چې پکې سلګونه دوکانونه دي د پرانستنې هرکلی کوي. هغه د پوځ مشر ته یادونه وکړه چې په سیمه کې دې چېک پوسټونه کم کړل شي او هلته په لوی شمېر کې خواره واره ماینونه دې پاک کړل شي چې ولس یې یوه لوی ناورین ته مخامخ کړی دی.

دلاور خان مسود دا هم وویل چې څوک نیول شوي دي په هغوی کې دې ګناهګارانو ته سزا ورکړل شي او چې څوک بېګناه دی هغه دې پرېښودل شي.

دغه ناستې ته ورغلي ملک اقبال هم مشال راډیو ته وویل چې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه چې نن له ولس سره کومې ژمنې وکړې هغه دې پوره کړي. دلته چې یې څه اعلانونه وکړل، هغه دې عملي کړي.

د سیمې یوبل اوسېدونکي شېر محمد مشال راډیو ته وویل، چې د باجوه په ناسته کې یې یو کمی دا محسوس کړ چې د ولس ږغ پکې نه وو. دی وايي دلته سیمې ته چې هرکله ګورنر، د پوځ مشر، کرنل، بریګېډییېر یا هم لوړپوړي چارواکي راځي نو هغوی ته د عام ولس ږغ نه رسول کېږي. دلته هرکله سپاسنامه د پولیټکل انتظامیې په خوله جوړېږي او نن خو سپاسنامه هم وړاندې نه شوه.

XS
SM
MD
LG