پاکستان هیله لري چې په امریکا کې یې پر ډېپلوماټانو د نقل و حرکت د محدودیت مسله به ژر هواره شي.
په دې شلو کسانو کې څو يې مشال راډيو ته د اپرېل په ۱۹مه وويل کومو کسانو چې رايې د خپل ګوند اميدوار پرځای بل ته ورکړې وي د هغې وجه د پیسو اخيستل نه بلکې د ګوند دننه سياسي اختلافات دي.
کميټۍ ويلي چې دوی ته داسې شکايتونه ترلاسه شوي چې پکې تور لګول شوی چې د اېن ټي اېس په امتحانونو کې درغلي شوې او له دوی پېسې اخيستل شوې دي.
یوې ګوندي کمېټۍ تر پلټنو وروسته معلومه کړه چې د پاکستان په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د تحریک انصاف ۲۰ غړو د سېنېټ په انتخاباتو کې پیسې اخیستې دي
نسیمې حفیظ پانیزۍ وویل، پخواني قاضي جاوېد اقبال ورته وویل چې که د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین ورسره وویني او د ورکو کسانو لېسټونه وروسپاري، نو د ده پلټنیز کمېشن به هرو مرو اقدام وکړي.
چارواکي وايي، د افغانستان په ټولو سیمو کې پراته وزیرستانیان دې ځان د خوست ګلان کیمپ ته ورسوي ځکه چې تر دې مرحلې وروسته بیا هېڅوک وزیرستان ته نه ستنوي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن بیګا ناوخته په اسلام اباد کې یاد بل لاسلیک کړ چې ورسره اوس د قبایلي سیمو ولس کولای شي د خپلو مسلې مقدمې په پېښور های کورټ او د پاکستان په سپریم کورټ کې جمع کړي.
د افغانستان او پاکستان سرحدي چارواکو ویلي چې په خوست کې تر رامنځ ته شوو نښتو وروسته حالات عادي شوي او اوربند عملي شوی دی.
د پاکستان د یو شمېر لویو ګوندونو مشرانو ویلي چې په پاکستان کې باید د ولس د رایې احتراموشي. دا څرګندونې په هغه سمینار کې شوې دي چې د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې شوی دی.
د ایران سرکاري رسنۍ ویلي چې د مشکوکو وسله والو په بريد کې یې له پاکستانۍ پولې سره درې پوله ساتونکي سرتېري وژل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا حکمران ګوند، تحريک انصاف مشر عمران خان وايي د قبايلي سيمو د مسايلو د حل لپاره ضروري ده چې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړل شي.
د اپرېل په شپاړسمه نېټه د لاهور هايي کورټ درې ججانو يا قاضيانو په فېصله کې د پاکستان مطبوعاتو د څارنې ادارې، پيمرا ته حکم شوی چې تر پنځلسو ورځو پورې به د مسلم لېګ (ن) مشرانو داسې وېناوې نه خپروي چې د عدالتونو پر پرېکړو پکې نيوکې کېږي.
نور وښیئ