د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له ویسټ انډیز څخه دریمه لوبه هم وګټله


دا د پاکستان په کراچۍ کې شاوخوا نهه کاله ورسته یو باقاعده نړیوال سریز وو.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې بېګا د کراچۍ په نشنل کرکټ سټېډیم کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې هم ماته ورکړه او سېریز یې د ځان په نوم کړ.

په بېګانۍ لوبه کې وسیټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سر ۱۵۳ منډې وکړې.

په دې منډو کې تر ټولو زیاتې انډرې فلیچر وکړې چې د درو شپږیځو او څلور څلورځو په مرسته یې ۵۲ منډې وکړې.

له هغه وروسته دنېش رامدین هم ښه ولوبېدی او هغه هم د د درو شپږیځو او څلور څلورځو په مرسته ۴۲ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا شاداب خان دوه ، محمد نواز ، عثمان شنواري او فهیم اشرف یو یو وکټ واخیستی.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف په اولسم اوور کې یوازې د دوو لوبغارو په سر پوره کړ.

د پاکستان له خوا بابر اعظم ، ۵۱ ، فخر زمان ۴۰ ، حسېن طلعت ۳۱ او اصف علي ۲۵ منډې وکړې.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه فخر زمان ته ورکړل شوه خو په درې واړه لوبو کې بیا غوره لوبغاړي جایزه بابر اعظم وګتله.

دا د پاکستان په کراچۍ کې شاوخوا نهه کاله ورسته یو باقاعده نړیوال سریز وو. په پاکستان کې نړیوال کرکټ له هغه وروسته نه کېدی چې کله د ۲۰۰۹م کال د مارچ پر ۳مه نېټه په لاهور کې د سري لنکا پر کرکټ لوبډله برید شوی وو.

XS
SM
MD
LG