د لاسرسي ځای

تازه خبر

عباسي: افغانستان کې به ډېر ژر امنيت راشي

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وزیراعظم ویلي دي چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو اترو له لارې هواره شي. شاهد خاقان عباسي دا خبره نن [شنبه] د بلوچستان په خاران کي د خاران یکمچ سړک د پرانيستې دستورې ته د وینا پر وخت وکړه او زياته يې کړه چې د جمعې په ورځ يې د کابل دوره ډېره بريالۍ وه.

د هغه وينا وه چې ((له پاکستانه زیات یو هیواد هم داسي نشته چې په افغانستان کې د امنیت غوښتونکی وي ځکه چې په افغانستان کي امن زموږ د ټولو لپاره امن او خوشحالي ده.))

پاکستان د امنیت راوستولو لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی
عباسي

عباسي زياته کړه چې په افغانستان کې له ۴۰ کالو راهيسې جنګ روان دی خو جنګ ستونزې نه شي هوارولای. د هغه په وينا د افغانستان د ستونځو هوارې یواځینې لاره دا ده چې افغانان په خپل منځ کې کښيني او د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي. د عباسي په وينا ((مونږ په دغه پروسه او دغه خبرو کې مرستې ته چمتو يو ځکه چې دا پر موږ لازمه ده.

وزیراعظم وویل چې افغان حکومت ته يي ویلي چې پاکستان د امنیت راوستولو لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی. نوموړي هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې به ډېر ژر امنیت راشي او اغېز به يې دلته په پاکستان کې څرګند شي.

په افغانستان کې له ۴۰ کالو راهيسې جنګ روان دی خو جنګ ستونزې نه شي هوارولای
عباسي

شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه د جمعې په ورځ کابل ته ولاړی او هلته يې پر ولسمشر غني سربېره له اجرايي رييس عبد الله عبدالله سره هم وليدل او پر دوه اړخيزه اړيکو، د ترهګګرۍ پر ضد جنګ او افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG