د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، د مزاکراتو لپاره به له کوټې تر چتراله یوه نماینده کمېټۍ جوړوي.
په پاکستان کې د مترقي ځوانانو ټولنې (پروګریسیو یوت الاینس) غړي وايي چې په کراچۍ کې امنیتي ادارو د دوی یوولس ملګري نیولي دي او ځنې نورو ته يې دړکې ورکړي دي.
جنرال قمر جاويد باجوه د روس په رسمي سفر مسکو ته رسېدلی او هلته يې د روس د مځکني پوځ له قومندان جنرال اولګ ساليوکوف سره په کريميلن محل کې ليده کاته کړي دي.
غونډه په کراچۍ کې د ډان مېډيا ګروپ او د پاکستان منصوبه بندۍ او پرمختيا وزارت کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ څانګې په ګډه جوړه کړې وه.
د پاکستان پخواني وزير اعظم او د واکمن مسلم ليګ ن رهبر ويلي چې د دې هېواد عدالت داسې بندېزونه لګوي چې په تاريخ کې يې مثال نه لیدل کېږي.
قبایلي ځوان عرفان الله جان پخپله هم په یوه چاودنه کې معذوره شوی، دواړه خپې یې کار نه کوي خو اوس د نورو معذورانو د خیر ښیګړې لپاره هلې ځلې کوي او په دې وجه نړیوالې خیریه ادارې ریډکریسنټ خپل اعزازي استازی هم ټاکلی دی.
د چين بهرنيوو چارو وزير وايي د پاکستان سره اړيکې نورې ټېنګوي او غواړي اسلام اباد سره د ترهګرۍ په وړاندې روانه جګړه کې پوځي همکاري زياته کړي.
د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې احتساب عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي،په هېواد کې جمهوريت نه بلکې بدترين ډیکټېټرشپ دی.
د عوامي نیشنل ګوند او جمعیت العمای اسلام (ف ډلې) په پاکستان کې له سیاستوالانوڅخه د امنیتي ساتونکیو په لیرې کولو خپګان ښودلی دي.
پرون د لاهور په موچي ګېټ کې د پښتون تحفظ مومنټ په جلسه کې د زرګونو پښتنو تر څنګ د پاکستان د نورو قامونو په سلګونو خلکو هم ګډون وکړ چې د دې غورځنګ غوښتنې یې اییني وبللې او د خپل ملاتړ څرګندونه یې ور سره وکړه.
د یکشنبې په ماښام د لاهور په موچي دروازه سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه چې پکې زرګونو خلکو ګډون وکړ، د منظور پښتین په دې وینا پای ته ورسېده چې خپلې مبارزې ته به همداسې دوام ورکوي او د می په ۱۲ مه نېټه به په کراچۍ ښار کې پښتانه ټولوي.
په داسې حال کې چې پښتون ژغورنې غورځنګ د اتوار پر ورځ د لاهور په موچې ګيټ کې جلسه کوي، د یاد ښار پولیس وايي د دې جلسې لپاره یې امنیتي اقدامات کړي دي.
نور وښیئ