د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار یو وار بیا ویلي چې په هېواد کې د عدالتي مارشل لاء خبرې خلک له ځانه کوي او ناسمې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کميشن پر هغه پېښه اندېښنه ښودلې چې د ياد سازمان د ايډيټرې له کوره نامعلومه کسانو غلا کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د دوي پر بیا بیا غوښتنو سربېره د پنجاب حکومت په لاهور کې د جلسې کولو اجازه لا هم نده ورکړې.
د وزیرستاني ځوان نقیب مسود په وژنه تورن د کراچۍ د ملیر ضلعې پخوانی پولیس افسر راو انوار د شنبې په ورځ عدالت ته تر وړاندې کولو وروسته جېل ته لېږل شوی دی.
مریم اورنګزیب دا هم ویلي چې د دې لس کلنې منصوبې له مخې به د فنکارانو لپاره د صحت کارډ او د خېر ښېګړې فنډ قایموي.
د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار د زیارت په ورځ په پېښور کې د واکمن تحريک انصاف په صوبايي حکومت انتقاد کړي چې خلکو ته يې د څکلو اوبو او د ګندونو صافه کولو کې ناکامه شوی دي.
پاکستان هیله لري چې په امریکا کې یې پر ډېپلوماټانو د نقل و حرکت د محدودیت مسله به ژر هواره شي.
په دې شلو کسانو کې څو يې مشال راډيو ته د اپرېل په ۱۹مه وويل کومو کسانو چې رايې د خپل ګوند اميدوار پرځای بل ته ورکړې وي د هغې وجه د پیسو اخيستل نه بلکې د ګوند دننه سياسي اختلافات دي.
کميټۍ ويلي چې دوی ته داسې شکايتونه ترلاسه شوي چې پکې تور لګول شوی چې د اېن ټي اېس په امتحانونو کې درغلي شوې او له دوی پېسې اخيستل شوې دي.
یوې ګوندي کمېټۍ تر پلټنو وروسته معلومه کړه چې د پاکستان په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د تحریک انصاف ۲۰ غړو د سېنېټ په انتخاباتو کې پیسې اخیستې دي
نسیمې حفیظ پانیزۍ وویل، پخواني قاضي جاوېد اقبال ورته وویل چې که د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین ورسره وویني او د ورکو کسانو لېسټونه وروسپاري، نو د ده پلټنیز کمېشن به هرو مرو اقدام وکړي.
نور وښیئ