د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د ټیکسونو اصلاحات اعلان کړي دي


پراګ - د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د زیارت پر ماښام د اقتصادي مشاورتي شورا تر غونډې وروسته خبريالانو ته وویل، له نوي نظام سره به د هغو کسانو پر ضد اقدامات کوي چې ځان له ټیکس ورکولو ساتي.

وزیراعظم وویل، په پاکستان کې هر کال ۱۲ لاکه کسان د خپلې امدنۍ یا ګټې حساب ورکوي خو په هغوی کې یوازې اووه لاکه خلک ټیکسونه ورکوي.

ده د ټیکسونو غونډولو پینځه نکاتي پیکېج وړاندې کړ چې پکې راغلي، حکومت به د خلکو د شناختي کارډ له نمبرونو څخه د ټیکس ملي نمبر جوړوي چې ټول کسان وڅاري.

دویم، هغه کسان چې کلنۍ ګټه، تنخا یا امدني یې ۱۲ لاکه روپیو پورې وي، به له ټیکس ورکولو مستثنا وي او تر دې زیاتې پیسې ګټونکي به هم رعایت تر لاسه کولای شي.

درېیم، هر پاکستاني وګړي ته په کار دي چې د هېواد دننه او بهر خپلې شتمنۍ په ډاګه کړي.

د وزیراعظم څلورمه نکته دا وه چې حکومت به د جایدادونو د خرڅلاو یا اخیستو پر سر هم ټیکسونه جمع کوي او وروستۍ دا چې حکومت به د خلکو مالي رېکارډ څاري او هغو کسانو ته به نوټسونه ورکوي چې له ټیکس ورکولو یې ځان بچ کړی وي. په دې لړ کې به پارلېمان د جرمانو لګولو واک لري.

((د جولای تر لومړۍ نېټې وروسته به حکومت نوټسونه استوي چې دا زموږ معلومات دي چې په نظام کې موجود دي، تاسې ټیکس نه ورکوئ نو بهتره ده چې اوس یې ورکړئ.))

وزیراعظم عباسي وویل، هغه کسان چې تر اوسه یې مالیې نه دي ورکړې او له هېواده بهر شتمنۍ لري، هغوی دې دوه فیصده ټیکس ورکړي نو وبه بښل شي خو زیاته یې کړه چې سیاستوالان د بښنې د دې سکیم برخه نه دي او هغوی به پوره مالیې ورکوي.

په پاکستان کې د ټیکس د سم نظام نشتوالي له کبله زیاتره خلک مالیې نه ورکوي چې له کبله یې حکومتي بودیجه یا بجټ هر کال تاواني کېږي.

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي د زیارت یا جمعې پر شپه ناوخته مشال راډیو ته وویل، له نوي نظام سره هر کس چې د میاشتې له یو لاک روپیو څخه کمې ګټي، هغه به ټیکس نه ورکوي. دی زیاتوي چې په پاکستان کې چې چا خپلې شتمنۍ پټې ساتلې وي، هغوی اوس یوازې د پینځه فیصده ټیکس له ورکولو سره خپل بقایا جات او کاغذونه سپینولای شي.

XS
SM
MD
LG