د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: هغه کس انتخاباتو ته نه دروو چې ووټ خرڅوي


د سمینار عکس
د سمینار عکس

د پاکستان د یو شمېر لویو ګوندونو مشرانو ویلي چې په پاکستان کې باید د ولس د رایې احتراموشي. دا څرګندونې په هغه سمینار کې شوې دي چې د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې شوی دی.

په اسلام اباد کې د شوې دې غونډې موضوع وه چې د ووټ یا رایې احترام دې وشي چې د یو شمېر ګوندونو مخکښانو پکې ویناوې وکړې.

دنشنل ګوند مخکښ سنېټر حاصل بزنجو غونډې ته وویل ، که سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې یو بل ته لاس ورکړي نو په ملک کې به جمهوریت دوام ولري.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن وویل ، د ووټ د احترام خبره ډېره پخوا په کار وه خو چې اوس کېږي هم نو دوي ملاتړ کوي.

میا افتخار حسېن وویل، “موږ اوس هم وایو چې هر څومره وځپل شو نو بیا به هم د حق ملګري یو. موږ داسې داحساس درلود چې له پنجاب سره تعلق لرونکي وزیراعظم ته څوک څه نشي ویلای خو نن موږ هغه ورځ هم ولیده چې نواز شریف هم پر چوکۍ پرېښودلو مجبور شو.”

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل ، پاکستان بې له جمهوریته په بله طریقه نشي چلول کېدای.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې “پاکستان له بده مرغه داسې یوازنی ملک دی چې خپل بچي وېروي ، په هغوی درغلۍ کوي او بیا په هم دې کسانو پر ملک حکومت کوي. دا ظلم دی او دا له دې ملک سره غداري ده. چې څوک وېرېږي او خرڅېږي هغوی محب وطن ګڼل کېږي او چې څوک پر اصولو ولاړ سیاست کوي هغوی قابل قتل ګڼل کېږي نه داسې نه چلېږي.”

د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان سمینار ته وویل ، یوازې هغه څوک د حکومت کولو حق لري چې ولس رایه ورکړې وي.

مولانا فضل الرحمان وویل، “چې د ووټ پرچۍ له چا سره وي حکومت د هغوی حق دی. اوس به تورې ، توپک او توپونه نه بلکې د عام ولس د رایو پرچۍ به فیصلې کوي. نو موږ به د اصولو پر لور ځو او دا به ګورو چې د ووټ احترام ساتل به څنګه باوري کوو.”

پخواني وزیراعظم او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مخکښ نواز شریف په خپله وینا کې وویل ، په راتلونکو ټاکنو کې به داسې یوه کس ته هم د اسمبلۍ لپاره د درېدو ټکټ نه ورکوي چې د ووټ احترام یې نه وي کړی.

نواز شریف وویل، “داسې به هیڅ یوه چا ټکټ نه ورکوو چې له خپل ګوند سره یې بې وفايي کړې وي ، له ووټ سره یې بې وفايي کړې وي او له ولس سره یې بې وفايي کړې وي. داسې وفادارۍ بدلونکو ته باید عبرتناکې سزاوې ورکړل شي. په تېرو اویا کالو کې چې په پاکستان کې څه تېر شوي دي بیا به د دې اجازه نه ورکوو چې هغه بیا تکرار شي.”

دا په داسې حال کې ده چې زیاتره ګوندونو د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي کومې چې د روان کال د جولايي پر ۱۵مه تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG