د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیصل: پر ډېپلوماټانو مو امریکا محدودیت لګولی


پاکستان هیله لري چې په امریکا کې یې پر ډېپلوماټانو د نقل و حرکت د محدودیت مسله به ژر هواره شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د پنجشنبې پر مازیګر په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، واشنګټن ورته د خپلې فیصلې خبر ورکړی:

''په امریکا کې د پاکستانیو ډېپلوماټانو پر نقل و حرکت د محدودیت په اړه راته واشنګټن اطلاع راکړې او ویلي یې دي چې دا به د مې له لومړۍ څخه عملي کېږي. پاکستان او امریکا سره په رابطه کې دي او هیله ده چې دا مسله به ژر هواره شي.''

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا خبره پر داسې مهال کړې چې د سېشنبې یا نهې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي امورو مرستیال تامس شینن له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، واشنګټن ځکه دا کار کوي چې اسلام اباد وار له مخه پر امریکايي ډېپلوماټانو د تګ راتګ محدودیت لګولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل په خبري غونډه کې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کورمې او خوست پر پوله د نښتې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې اسلام اباد پر سفارتي او پوځي کچ له کابل سره خبرې کړې دي.

ده د هندي وزیراعظم نرېندر مودي دا دعوه هم رد کړه چې نوي ډیلي په ۲۰۱۶ز کال کې د کنټرول تر کرښې هغې خوا ته د پاکستان پر خاوره هدفي برید کړی وو.

مودي د شورو پر ورځ په لندن کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې په هغه حمله کې یې پاکستان ته زیان اړولی وو خو فیصل زیاته کړه چې دا خیالي خبرې دي او داسې هېڅ عملیات نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG