د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پوله نښتې به د کابل او اسلام اباد پر اړیکو اغېز وکړي؟


د افغانستان او پاکستان سرحدي چارواکو ویلي چې په خوست کې تر رامنځ ته شوو نښتو وروسته حالات عادي شوي او اوربند عملي شوی دی.

د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ دا جدي نښته د خوست په ځاځی میدان والسوالۍ کې په داسې وخت کې شوې چې دواړه حکومتونه د خپل منځي اړیکو ښه کولو هڅې کوي.

د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ دا نښتې که څه هم لومړۍ نه دي خو په داسې وخت کې دي چې کابل ته د پاکستان وزیراعظم د سفر یوازې لس ورځې شوې دي.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر اشرف غني په بلنه د اپرېل پر شپږمه نېټه له یو لوړپوړي پلاوي سره کابل ته تللی وو.

افغان چارواکو دا سفر د دواړو هیوادونو د حکومتونو په کچه د خبرو اترو یو نوی او مهم پیل بللی دی او دواړو غاړو د اړیکو پر ښه کولو رضامندي ښودلې ده.

خو د تېرې اونۍ په پای کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ شوو نښتو دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا دا به د کابل او اسلام اباد په خپل منځي اړیکو کې د تاوتریخوالي سبب شي او که نه؟

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخوانی برېګېډیر سعد محمد خان وايي ، د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ داسې پېښې وخت ناوخته رامنځ ته کېږي او دا د اړیکو په اړه د اندېښنې خبره نه ده.

ده وویل تر کومه حده چې د اړیکو د ښه کولو لپاره د روانو هڅو خبره ده نو په هغه کې دواړه غاړې لګیا دي نو دا پر پوله د نښتو مسله به پر هغه بهیر دومرې اغېز ونه کړي.

په کابل کې د سیمه ییزو چارو پوه ودیر ساپی وايي ، دی فکر کوي چې تر څو پاکستان له زړه ونه غواړي چې اړیکې ښې کړي نو تر هغه وخته به داسې غیریقیني صورتحال موجود وي.

نوموړي وویل ، د مسلو د هواري لپاره دا اړینه ده چې افغان حکومت باید دا ثابته کړې چې دوي پر حق او د پاکستان حکومت پر ناحقه دی.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په تېر کال کې ډېر کړکېچنې وې خو په روان کال کې داسې ښکاري چې د ښه کېدو پر لور روانې دي چې بېلګې یې د دواړو غاړو د پلاو خپل منځي سفرونه او ورکړل شوي مثبت بیانونه دي.

XS
SM
MD
LG