د لاسرسي ځای

تازه خبر

په درغلیو تورن د تحریک انصاف پارلماني غړي عدالت ته ځي


د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف هغو غړيو چې خپل مشر عمران خان پرې د سېنېټ په تېرو ټاکنو کې د رايو خرڅولو تور پورې کړی، وايي دوی به د خپلځان سپيناوي لپاره عدالت ته ځي ځکه چې پر دوی لګېدلي تورونه بې بنياده دي.

په دې شلو کسانو کې څو يې مشال راډيو ته د اپرېل په ۱۹مه وويل کومو کسانو چې رايې د خپل ګوند اميدوار پرځای بل ته ورکړې وي د هغې وجه د پیسو اخيستل نه بلکې د ګوند دننه سياسي اختلافات دي.

په دوی کې يو ياسين خليل دی. نوموړي وويل هغه د مارچ په درېمه د سېنېټ په ټاکنو کې د خپل ګوند امېداوار ته رايه ورکړې ده خو بيا هم په درغلۍ ځکه تورن شوی چې د ګوند دننه يې پر خلاف سازش وشو.

''ما خپله رايه هم هغه کس ته ورکړه چې دوی راته په ګوته کړی وو. قسم هم ورسره کولی شم. دا الزامات بې بنياده دي. پکار ده چې له موږ یې په دې اړه پوښتنه کړې وای. دا د راتلونکیو ټاکنو لپاره د خلکو د خوشالولو کوښښ دی چې زموږ غوندي سياستوالو د سياسي ژوند په خرابولو يې لاس ته راوړي.''

د تحريک انصاف مشر عمران خان د اپرېل په ۱۸ اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې دوی له پوره څېړنې وروسته معلومه کړې چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د دوی ګڼو غړیو د سېنېټ په ټاکنو کې د خپل ګوند پرځای د نورو ګوندونو امېدوارانو ته رایې ورکړې دي. د نوموړي په اعلان کړي ليست کې هغه کسان هم شامل دي چې يا د هغه له ګونده وتلي او يا هم وتل. په دوی کې يو د نوښار قربان علي هم دی.

قربان علي وايي: ''ما خپله رايه نه ده خرڅه کړې. عمران خان ته معلومه وه چې په راتلونکیو انتخاباتو کې به زه ده سره نه يم. له موږ یې د قربانۍ ګډوري جوړ کړي دي. ډېر وخت مخکې زه په عملي توګه له ګونده وتلی وم خو دوی راته د وتلو نوټس نه وو جاري کړی. دا د دوی قصور دی. خو ما ته يې د ترقياتي کارونو فنډ هم نه راکاوه. که زه د دوی غړی واي نو فنډ خو به يې راکاوه!''

په درغليوو تورن شوي دا ټول کسان وايي چې دوی به د انصاف لپاره عدالت ته ځي. په دوی کې د تحريک انصاف ګوند له ۲۲ کلونو راهیسې غړې، نسيم حيات هم شامله ده. هغې مشال راډيو ته وويل دې د خېبر پښتونخوا له وزير اعلا پروېز خټک سره اختلاف درلود نو ځکه ورسره داسې سلوک وشو. ''د سېنېټ ټاکنو لپاره موږ د هر امېدوار لپاره پېنل جوړ کړی وو. موږ خپل امېدوار ايوب اپرېدی کامياب کړ. که موږ پیسې اخيستې واي نو دی به څنګه کاميابېده؟ ما د صوبايي حکومت په درغليو خبرې کولې. د همدې سزا يې راکړې ده. که دوی سره د درغلۍ څه ثبوت وای نو راويستلي به يو.''

د نسيم حيات په خبره تحريک انصاف غواړي په راتلونکیو ټاکنو کې نویو سياستوالو ته د کانديدېدو ټکټ ورکړي ځکه يې دوی اړخ ته کړې دي.

خو د دې ګوند وياند فواد چوهدري مشال راډيو ته وويل هم دې ته سياست وايي او سياست د دوی کار دی. ''موږ د کره ثبوتونو په بنياد د دې کسانو د ایستلو پرېکړه کړې. که دوی څه ځواب لري په لسو ورځو کې دې يې راوړي. تر څو پورې چې نورو خلکو ته د ټکټ ورکولو خبر ده نو موږ دا کسان ايستلي دي. اوس زموږ خوښه ده چې راتلونکې ټاکنې څنګه کوو. انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی او په داسې مهال دومره ډېر خلک له ګونده ايستل يوازې يو قوي ګوند کولی شي.''

په پاکستان کې د جولايي پر پنځلسمه پارلېماني ټاکنې کېږي. د مارچ په مياشت کې د سېنېټ په ټاکنو کې پيپلز ګوند د تمې خلاف له خېبر پښتونخوا ډېرې رايې يووړي او سېنېټ ته يې دوه کسان بريالي کړل.

XS
SM
MD
LG