د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانۍ پولې سره درې ایراني پوله ساتي وژل شوي


د ایران سرکاري رسنۍ ویلي چې د مشکوکو وسله والو په بريد کې یې له پاکستانۍ پولې سره د درې پوله ساتونکي سرتېري وژل شوي دي.

خبري اژانس ايرانا وايي د اپرېل په ۱۷مه په سيستان بلوچستان صوبه کې د ميرجاوي په سرحدي ښارګوټي کې يو سرتېری په ډزو او دوه نور د سړکغاړي په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د ایرانیو ځواکونو "په زغرد او پروخت غبرګون" کې درې تنه وژلي چې دوی ترهګر وبلل.

د ایران پوله ساتي ځواکونه د بلوچستان په سیستان سیمه کې بیا بیا د نشيي توکیو له قاچاقبرانو او انساني سمګلرانو سره په نښتو کې ښکېل وي.

بلخوا د بلوچستان یوې ساحلي ولسوالۍ ګوادر ته څېرمه د ایران او پاکستان پرسرحدي پوله د ایرانیو سرحدي ساتونکیو له پاکستانۍ غاړې پر ورننوتونکیو کسانو ډزې کړې چې پکې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.

د ګوادر مرستیال کمېشنر کیپټن جمیل احمد ځايي خبریالانو ته ویلي چې د روانې اپریل پر ۱۲ مه نېټه په پښه کې وژل شوي دواړه کسان د خیبر پښتونخوا د بنو اوسېدونکي ول. نوموړی وايي، دوی په ناقانونه توګه د ایران له لارې اورپايي هېوادونو ته د تلو هڅه کوله.

مرستیال کمېشنر زیاتوي چې د وژل شوو کسانو مړي یې خپلو سیمو ته لېږدولي او پنځه نیول شوي کسان چې ایرانیو چارواکیو ور ته سپارلي، هغوی یې د نورو پلټنو لپاره د پاکستان فېډرالي پلټونکې ادارې (ایف ای ای) ته سپارلي دي.

د یادولو ده چي هر کال له پاکستان په زرګونه کسان د ایران له لارې په ناقانونه توګه اورپايي هېوادونو ته د تللو هڅه کوي. خو د زیاتره کسان په لاره کې د سخت کړاونه سره مخامخ شي. په دوی کې ځینو خپل ژوند هم له لاسه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG