د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد نظیر: افغانستان مېشتي وزيرستاني کډوال به ژر راستانه کړو


له شمالي وزيرستان د قامي اسمبلۍ لپاره استازی محمد نظير وايي چې په افغانستان کې مېشت د شمالي وزيرستان کډوالو واپسۍ لپاره يې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره خبرې شوې او نوموړي ورته باور ورکړې چې په مياشت کې دننه به ټول کډوال خپلو سيمو ته ستانه کړي.

نن د شورو په ورځ د شمالي وزيرستان پارلماني استازي محمد نظير مشال راډيو ته وويل چې د روانې اونۍ په پیل کې يې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره په پېښور کې ملاقات وکړو او له نوموړي څخه يې وغوښتل چې د شمالي وزيرستان هغه کډوال چې اوس هم په افغانستان کې ميشت دي ژر تر ژره دې یې خپلو سيمو ته ستانه کړي.

د افغانستان په ټولو سیمو کې پراته وزیرستانیان دې ځان د خوست ګلان کیمپ ته ورسوي ځکه چې تر دې مرحلې وروسته بیا هېڅوک وزیرستان ته نه ستنوي.

د نوموړي وينا وه چې د پوځ مشر کور کمانډر ته حکم ورکړو چې نه صرف د کډوالو ژر تر ژره واپسۍ لپاره دې ګامونه پورته کړي بلکې چې ورسره کوم سامان وي نو هغه ورسره هم پرېږدی.

د ذکر ده چې پاکستان حکومت په لومړۍ مرحله کې له افغانستانه څه د پاسه څلور زره او په دوهمه کې یې دوه نیم زره کورنۍ وزیرستان ته ستنې کړې.

بلخوا پر غلام خان بندر د پولېټيکل انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د تېرې یکشنبې/اتوار پر ورځ مشال راډیو ته ويلي ول، د اپرېل له ۱۸مې ېانې نن ورځې څخه د افغانستان مېشته وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو اخري مرحله پیلوي او هره ورځ د افغانستان له خوست، پکتیا او پکتیکا څخه ۵۰ کورنۍ لومړی د بنو بکاخېلو کیمپ او بیا خپلو کلیو ته ستنوي.

د نوموړي په وينا د افغانستان په ټولو سیمو کې پراته وزیرستانیان دې ځان د خوست ګلان کیمپ ته ورسوي ځکه چې تر دې مرحلې وروسته بیا هېڅوک وزیرستان ته نه ستنوي.

د افغانستان نه راتلونکو کډوالو سره د مرستو پحقله د محمد نظير وينا وه چې د شمالي وزيرستان کډوال خپلو سيمو ته لېږلو پر وخت د حکومت لخوا چې د کومو مرستو وعدې شوې وې نو له بده مرغه هغه يې په صحيح توګه پورا نه کړې خو د پوځ مشر راستنېدونکو کډوالو سره د هر قسمه مرسته باور ورکړی.

د يادونې ده چې د ۲۰۱۴ ز کال د جون په نیمايي کې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب په نوم سره عمليات پېل کړل چې له کبله یې تر يو مليون زيات کسان د بنو بکه خېلو، د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو ښارونو ته کډوال شول او زرګونه کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

د عملياتو تر بشپړېدو وروسته سلګونه زره کډوال شمالي وزيرستان ته ستانه کړل شو خو لاهم زرګونه خلک د پاکستان او افغانستان په مختلفو برخو کې د کډوالی ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG