د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاهده اختر: اېن ټي اېس شپږنېم اربه روپۍ اخيستې خو حساب يې نه دی ورکړی


د پاکستان پبلک اکاونټس کميټۍ پر هغو سرکاري او شخصي ادارو چې د اېن ټي ايس امتحانونه اخلي ږغ کړی چې خپل ټول حساب کتاب ورته وړاندې کړي.

کميټۍ ويلي چې دوی ته داسې شکايتونه ترلاسه شوي چې پکې تور لګول شوی چې د اېن ټي اېس په امتحانونو کې درغلي شوې او له دوی پېسې اخيستل شوې دي.

د پبلک اکاونټس کمېټۍ غونډه د شورو پر ورځ په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر خورشیدشاه په مشرۍ کې په اسلام اباد کې وشوه.

په غونډه کې د اسلام آباد د کامسټس پوهنتون او د ځينو نورو ادارو مشران ورغوښتل شوي ول چې د کمېټۍ د غړیو له خوا ورته وويل شول چې دوی په ټول پاکستان کې د یوې نوکرۍ لپاره له زرګونو ځوانانو پېسې اخلي خو په دې لړ کې يې حکومت ته هيڅ مالي حساب نه دی ورکړی.

پر دې موقع دا خبره په ډاګه شوه چې د کامسټس پخوانې پرورېکټر او د این ټي ایس مشر هارون رشید په خپله هم د جعلي ډګرۍ درلودلو په تور له چوکۍ لېرې کړل شوی دی او دا وخت په امریکا کې پټ دی.

کمېټۍ د پلټنې فېدرالي ادارې اېف ای اې ته حکم ورکړ چې له نوموړي څخه د غلا پېسې بېرته واخلي.

په غونډه کې دا انکشاف هم وشو چې د این ټي اېس ادارې مشر هارون رشید په خپله هم د جعلي ډګرۍ درلودلو په تور له چوکۍ لېرې کړل شوی او دا مهال په امریکا کې پټ دی.

په غونډه کې په راتلونکې کې د درغليو د مخنيوي لپاره يوه کمېټۍ هم جوړه کړل شوه.

د اپوزېشن مشر خورشید شاه وويل چې که په اېن ټي اېس کې په دومره لويه کچه درغلي کېږي نو بيا بايد ورباندې بندېز ولګول شي.

د یادې کمېټۍ کنوېنرې او د قامي اسمبلۍ غړې شاهده اخترعلي د چارشنبې مازيګر مشال راډیو ته وویل چې دوی د ساینس او ټیکنالوژۍ وزرات ته ویلي چې د اېن ټي اېس ټېسټ اخستو لپاره په رسمي توګه یو نظام جوړ کړي.

نوموړې په اېن ټي اېس امتحانونو يا ازموينو کې د درغلیو په اړه زیاته کړه

((د هایر ایجوکېشن کمیشن وزارت چارواکي راغوښتل شوي ول چې تر څارلاندې يې کامسټس پوهنتون راځي اود اېن ټي اېس حساب کتاب هم دغه کامسټس برابروي نو د دې مشران يې رابللي شوي ول او اېن ټي اېس نومې اداره له ۱۹۸۴ م کال راهيسې جوړه ده خو له ۲۰۰۲ م کاله واخلې تر ۲۰۱۶م کاله پورې يې هېڅ مالي حساب کتاب نه دی شوی. دوی تراوسه شپږنېم اربه روپۍ اخيتسې دي خو مالومه نه ده چې داپيسې څه شوې.؟

اېن ټي اېس نومې اداره له ۱۹۸۴ م کال راهيسې جوړه ده خو له ۲۰۰۲ م کاله واخلې تر ۲۰۱۶م کاله پورې يې هېڅ مالي حساب کتاب نه دی شوی. دوی تراوسه شپږنېم اربه روپۍ اخيتسې دي خو مالومه نه ده چې داپيسې څه شوې.؟
شاهده اختر علي

په پاکستان کې د تعلیم لپاره کارکوونکې يوې غېر حکومتي ادارې الف اعلان مشر او د تعلیمي چارو څېړونکی عمر اورکزي وايي، بايد په دې اړه يوه بې طرفه کمېټۍ جوړه کړل شي.

((اوس چې د پارلېمان غړي دا خبره کوي چې په دې کې درغلي کېږي نو بیا پکار ده چې د هايېراېجوکېشن کميشن او داسې نورې ادارې بايد د څار لپاره داسې يوه بې طرفه اداره جوړه کړي چې پر هغې د چا اعتراض نه وي. زه په خپله د اېن ټي اېس ملاتړ نه کوم خو دا وایم چې کوم خلک ګمارل کېږي پکار ده هغه د یوې ځانګړې څارنې له لارې وګمارل شي او بل اړخ ته د پاکستان د امتحانونو نظام هم سم نه دې نوبايد چې په دې لړ کې هم ډېر کار وشي.))

د شاهده اخترعلي په وینا د روانې میاشتې پر ۲۴مه نېټه یې د لوړو زده کړو د کميشن چارواکي ورغوښتي چې په دې لړ کې داسې غوره اقدامات وکړي چې له مخې يې په اېڼ ټي اېس کې په راتلونکې کې د نورو درغليو مخه ونیول شي.

نېشنل ټېسټنګ سروس ياني اېن ټي اېس هغه اداره ده چې په پاکستان کې د اکاډميک معيار جاج اخلي، هغه نور ښه کوي او د هغو زده کوونکو تعليمي معيار چاڼوي چې غواړي د لوړو زدکړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG