د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ممنون حسېن فاټا ته د عدالتونو غځولو مسوده لاسلیک کړه


د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن
د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن بیګا ناوخته په اسلام اباد کې یاد بل لاسلیک کړ چې ورسره اوس د قبایلي سیمو ولس کولای شي د خپلو مسلې مقدمې په پېښور های کورټ او د پاکستان په سپریم کورټ کې جمع کړي.

له باجوړه د قومي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان وايي دا د قبایلي سیمو د ولس لپاره یوه لویه ورځ ده.

ده وویل، “ له دې وروسته قبایلو ته د وکیل او دلیل حق ترلاسه شو او اوس موږ دویم ګام ته نږدې شوي یو او اوس به له حکومته په این ایف سي ایوارډ کې برخه غواړو او که څه هم وخت لږ دی خو له حکومته د خېبرپښتونخوا په صوبای اسمبلۍ کې د فاټا لپاره چوکۍ غواړو”.

په قبایلي سیمو کې د عوامي نشنل ګوند مخکښ نثار مومند وايي دا یو لوی کار وشو خو لا هم نورې مهمې مسلې پر ځای پاته دي.

نوموړي وویل، “دا یوه تاریخي کارنامه ده او د قبایلو لپاره ډېره لویه ورځ ده او د دې په وجه له قبایلو ایف سي ار قانون ختم کړل شو خو باید چې دا عمل اوس پر دې ځای ونه درول شي بلکې دا عملي کړې شي”.

نثار مومند وویل چې څومره په قبایلو کې محرومۍ دي هغه باید لرې کړل شي دې ولس ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې استازیتوب ورکړل شي.

خو د پاکستان د پپلز ګوند د قبایلي سیمو مخکښ اخونزاده چټان بیا دا بل سم نه بولي او نیوکې پرې لري.

اخونذاده چټان وویل، “ دا کوم بل چې وړاندې شوی وو پر دې زموږ دوې نیوکې وې. یوه دا چې د دې ټول اختیارات له حکومت سره دي چې آیا دا پر ټوله فاټا نافذوي یا يې پر یوه ایجنسۍ نافذوي او یا یې په ایجنسۍ کې پر یوه برخه نافذوي او دویم دا چې کله هم حکومت وغواړي نو دا بل بیرته اخیستلای شي”

چې کله تېره اونۍ دا بل په سېنټ کې وړاندې کېدی نو دجمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټران د احتجاج په توګه له یادې غوندې وتلي وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ په دې اړه وايي، “ قبایل يې د لاهور په شکنجه کې راویستل او بله خبره دا ده چې دا دوي اوس کوم اسباب بیانوي چې هلته داسې مرګونه دي هلته قانون نشته هلته پسماندګي ده نو پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا وايي چې فاټا ته تاسې خپله پېژندګلوي ورکړئ او ایف سي ار ترې ختم کړی منتخبه کونسل ورکړی خپل ګورنر ورکړی او دوه درې زره اربه روپۍ پېکج ورکړای او پوهنتونونه او کالجونه او هسپتالونه پکې جوړ کړی او بیا له قبایلو وپوښتئ”.

د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه نه یوازې د دې سیمو خپل ولس او مشران پر دوو ډلو وېشل شوي بلکې د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونه هم په دې اړه دوه بېل نظرونه لري.

په دې ټولو کې یوه غاړه وايي قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شي او بله غاړه وايي ، لومړی دې د قبایلي سیمو له ولس څخه پوښتنه وشي.

XS
SM
MD
LG