د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: قبايلي سيمې دې خېبر پښتونخوا کې ورګډې شي


عمران خان
عمران خان

د خېبر پښتونخوا حکمران ګوند، تحريک انصاف مشر عمران خان وايي د قبايلي سيمو د مسايلو د حل لپاره ضروري ده چې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړل شي.

نوموړي پرون په مردان کې يوې جلسې ته وويل چې که داسې وشي قبايل به ورسره ډېر پرمختګ وکړي. (( زه نن وایم چې د فاټا د ستونزو د هواري يوازينی حل دا دی چې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي. دا کار بايد زر تر زره وشي. که داسې وشول نو موږ به هلته کار وکړو. پرمختيايي کارونه به ترسره کړو. په سکولونو به ډېرې پېسې ولګوو. هسپتالونه به يې ورغوو.))

د پاکستان وفاقي کابينې په تدريجي ډول په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ورګډولو پرېکړه کړې ده خو تر اوسه لا عملي شوې نه ده. هلته د قبايلي سيمو خلک او سياسي ګوندونه هم په دې اړه يوه خوله نه دي. ځني په خېبر پښتونخوا کې شاملېدل غواړي خو ځيني د ځانله صوبې غوښتونکي دي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د خپلو مينه والو په دې جلسه کې همداراز ادعا وکړه چې قبايلي سيمو ته د پوځ لېږل سمه پرېکړه نه وه. هغه د دې کار لپاره تېر منتخب حکومت ته ګوته ونيول او د پوځ هلې ځلې يې وستايلې.

نوموړي زياته کړه: ((زه هغه سیاسي مشر وم چې له لومړۍ ورځې مې ويلي وو چې قبايلي سيمو ته د پوځ لېږل نه دې پکار. خو په دې کې د پوځ قصور نه وو. قصور د هغه چا وو چې پوځ ته يې هلته د تللو حکم کړی وو. نو پوځ خو به خپل کار کاوه. مونږ د امریکې جنګ وکړ. خو اوس دا زموږ جنګ جوړ شوی دی. دې کې زموږ د قبايلو ډېر نقصان وشو. د هغوی خلک ووژل شول. ډېر خلک يې غېب کړل شول. هلته کورونه تبا شوي او نظام نشته دی.))

عمران خان دا خبرې په داسې مهال کړې چې په پاکستان کې پارليماني ټاکنې رانيزدي دي. د انتخاباتو کمېشن په وېنا دا عمومي ټاکنې به د جولايي په پنځلسم تاريخ کېږي.

XS
SM
MD
LG