دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو ټینګار کړی چې دوی د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي. خو تر دې دمه یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
ډبليو اېف پي د مارچ په ۱۳مه پر ټویټر ليکليچې له ۳۴ څخه په ۲۸ ولايتونو کې ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي. د دوی په خبره په افغانستان کې له درې نیم ملیونو څخه زیات ماشومان د تغذیې په برخه کې درملنې ته اړتیا لري.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې متقي او ورسره پلاوي یې د ترکیې په انتالیا ښار کې له وېسټ سره په دوه اړخیزه غونډه کې غوښتنه وکړه چې دا پیسې باید په هېڅ صورت مرستندویو ټولنو ته ورنهکړل شي.
تر اوسه طالبانو د هغې د نيولو او خوشې کولو په اړه څه نه دې ويلي. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر افغانستان واکمن دي. دوی پر ښځو يو لړ محدوديتونه لګولي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د روغتیا، پولیسو او ځینو نورو برخو کې چې ټولنې ورته اړتیا ده، دوی ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې او په نورو برخو کې هم چې ورته اړتیا پيښيږي، هغو ته به ښځې جذبیږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته