د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبليو اېف پي: د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې ماشومان خوارځواکي لري


په کندهار کې يو ماشوم د خوارځواکۍ درملنې لپاره په روغتون کې بستر دی. (د ۲۰۲۱ کال تصویر)
په کندهار کې يو ماشوم د خوارځواکۍ درملنې لپاره په روغتون کې بستر دی. (د ۲۰۲۱ کال تصویر)

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو په خوارځواکۍ اندېښنه ښودلې ده.

ډبليو اېف پي د مارچ په ۱۳مه پر ټویټر ليکلي‌چې له ۳۴ څخه په ۲۸ ولايتونو کې ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي. د دوی په خبره په افغانستان کې له درې نیم ملیونو څخه زیات ماشومان د تغذیې په برخه کې درملنې ته اړتیا لري.

خو د خوړو نړیوال پروګرام هیله څرګنده کړې چې ډېر هغه ماشومان به چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته شوي، د نړیوالو له هغو مرستو برخمن شي چې دې ادارې د ژوند ژغورنې تغذیوي درملنه بللې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره کار کوونکې د ملګرو ملتونو ادارې، یونېسف اټکل کړی و چې روان ۲۰۲۲م کال به په افغانستان کې تر پنځوو کلونو لاندې نیمایي ماشومان د خوړو د بحران او روغتیایي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله په سختې خوارځواکۍ اخته شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شوی او نړیوالو مرستندویه ټولنو د دې هېواد د وګړو حالت په تېره د ماشومانو د اندېښنې وړ بللی دی.

XS
SM
MD
LG