د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې تيرو شپږو مياشتو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي


د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر اتمه په کندز کې ځانمرګي بريد کې تر ۱۰۰ زيات کسان ووژل شول.
د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر اتمه په کندز کې ځانمرګي بريد کې تر ۱۰۰ زيات کسان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې ويلي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو واک ته تر رسېدو را وروسته په افغانستان کې نېږدې ۴۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

ميشل باچېلې پرون (مارچ اوومه) په جېنېوا کې د ملګرو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې وویل چې په دغو کسانو کې زياتره د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې په بریدونو کې وژل شوي دي.

مېرمن باچېلې غونډې ته وويل چې د داعش په غړیتوب ۵۰ تنه تورن کسان هم وژل شوي چې د ځینو سرونه غوڅ کړل شوي او جسدونه یې غورځول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې د اوکراین پر وضعیت هم خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشره ميشل باچېلې، انځور له ارشيفه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشره ميشل باچېلې، انځور له ارشيفه

له کله چې طالبانو واک ترلاسه کړی، په جوماتونو کې يوشمېر ځانمرګي بريدونه شوي دي.

د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر میاشت کې په کندهار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات ځانمرګي برید ۴۷ تنه ووژل.

تر دې وړاندې د اکتوبر د میاشتې په یوه بل ځانمرګي بريد کې چې د کندز د سیداباد په جومات کې وشو، ۱۴۳ تنه ووژل شول.

اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د دغو بریدونو مسوولیت منلی وو.

دې ډلې د پاکستان د وروستۍ حملې مسوولیت هم په غاړه اخيستی وو.

د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر څلورمه د پېښور په رساله دار کوڅه کې د شیعه ګانو پر يو جومات جومات په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۶۲ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۵۰ نور ژوبل شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دې ځانګړې غونډه کې د طالبانو له لوري د ښځینه فعالانو د بې درکه کېدو یادونه هم وشوه.

XS
SM
MD
LG