د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو له هېواده بهر د تللو افغانانو راستنولو لپاره کمېسیون جوړ کړی


افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت رييس الوزرا ملا محمد حسن اخون د کابينې له غړيو سره. انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له هېواده بهر له افغان شخصیتونو سره د تماس نيولو او هېواد ته د هغوی د راستنولو لپاره يې یو کمېسیون جوړ کړی دی.

د طالب د چارواکو په وینا د دغه کمېسیون د جوړېدو پرېکړه د رييس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې په اوونيزه غونډه کې شوې ده.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د حکومت ویاند ذبیح ‌الله مجاهد مشال راډيو ته ويلي چې د ملت د یووالي او د هغو کسانو چې له هېواده بهر دي، د تماس لپاره یوې کړکۍ ته اړتیا وه چې دا کمېسیون به په دې برخه کې رول ولوبوي.

"دوی افغان شخصیتونه دي او هېواد ته ‌یې راتګ ضروري دی. په دې هدف چې د افغانستان ملت یو واحد ملت شي او متحد ملت شي او ټول د یو بل په همکارۍ دې هېواد ته کار وکړو او نورو هېوادونو ته د افغانانو د مهاجرت او کډوالېدو ستونزه نوره حل شي. د دغه کار لپاره د تفاهم یوې کړکۍ ته اړتیا وه."

په ښکاره دا کمېسیون د هغو مشرانو د پخلا کولو لپاره جوړ شوی چې په تېر جمهوري نظام کې د نفوذ خاوندان ول او اوس اکثره د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو او ترکیه کې مېشت دي.

په دا وروستيو کې داسې اوازې هم خپروې شوې چې د افغانستان ليرې کړل شوی ولسمشر محمد اشرف غني هېواد ته ستنېږي خو وروسته د ملي امنيت پخواني مشاور حمد الله محب د هغه د ستنېدلو ګنګوسې بې اساسه وبللې.

د دغه کمېسیون مشري به د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پېټرولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب ‌الدین دلاور په غاړه لري او د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملا خیر الله خیرخواه، د استخباراتو لوی ريیس ملا عبدالحق وثیق، د امر باالمعروف سرپرست وزیر شېخ محمد خالد حنفي، لوی درستیز قاري فصیح ‌الدین او د کورنيو چارو وزارت سلاکار محمد انس حقاني به يې غړیتوب لري.

مجاهد وايي، دغه کمېسیون به، چې لا په ابتدايي پړاوونو کې دی، هغو افغانانو ته چې خوابدي دي او له افغانستان سره د تماس نیولو لار نه ‌لري، د رابطې لاره هواره کړي.

د ده په وینا کمېسیون به ټولو ته بلنه ورکړي چې هېواد ته ستانه شي.

طالبانو چې کله د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې د افغانستان حکومت ونيو، نو د هغه وخت د حکومت ګڼو چارواکو او سياستوالو هېواد پرېښود.

XS
SM
MD
LG