د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په بتينګړې کاکۍ مشهوره نديمه نور له بنده خوشې کړه


نديمه نور چې په بتینګړې کاکۍ مشهوره ده - انځور له ارشیفه
نديمه نور چې په بتینګړې کاکۍ مشهوره ده - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت نديمه نور چې پر ټولنيزو رسنيو د بتينګړې کاکۍ په نوم مشهوره ده، له قیده خوشې کړې ده.

نديمه نور پر فېسبوک، يوټيوب او ټېکټاک د "تیشه دي وا ادې" په نامه پاڼې لري او له هغه ځايه یې بتینګړې کاکۍ په نامه يو مزاحيه کردار له لارې د ښځو د حقونو په اړه ويډيوګانې خپرولې. اغلې نور د کاناډا تابعيت لري خو په خټه افغانه او د خوست ولایت ده. نوموړې په وروستيو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره خوراکي توکي هم ویشل.

د نديمې نور ورور داستان نور د مارچ پر نهمه مشال راډيو ته ويلي چې طالبانو ورته تر اوسه د هغې د نيولو لامل نه دی ښوولی خو د نوموړي په وينا "ښه خبره دا ده چې هغه ۲۴ ورځې بعد له جېله خوشې شوه."

داستان نور زیاتوي، "ندیمه د کابل په شهرنو کې بې له دې چې د کومې خطا شواهد او دلیل وي، له خپل دفتره په زور وایستل شوه. له دې او د دې له همکارانو څخه په کورنیو چارو وزارت کې تحقیقات وشول او هلته وساتل شوه. ۲۴ ورځې بې له کوم مدافع وکیله په توقیف کې وه. له تحقیقاتو وروسته بې ګناه ثابته شوه. تر خوشې کېدو وروسته یې له ما سره تماس ونیوه. ډېره احساساتي او غمجنه وه چې ولې بې دلیله ونیول شوه."

تر اوسه طالبانو د هغې د نيولو او خوشې کولو په اړه څه نه دې ويلي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر افغانستان واکمن دي. دوی پر ښځو يو لړ محدوديتونه لګولي دي چې يو هم پکې له نرينه محرم بغیر له کوره پر بهر تګ بندیز دی. طالبانو د خپل واک په اوږدو کې ګڼې هغه ښځې نيولي چې يا یې په مظاهرو کې برخه اخیستې او يا یې هم پر دوی نیوکې کړې دي. خو له هغو ښځو څخه یې ځينې د نړیوالو تر فشار وروسته خوشې شوې دي.

ندیمې نور تر نيول کېدو مخکې په خپله وروستۍ ويډيو کې طالبانو ته ويلي ول، "غواړم تاسو ته، په تېره بیا، زموږ نویو خویندو او وروڼو ته یو څه ووایم، کله چې په رېنجر موټرو کې ګرځئ، خپل ټوپکونه مه ښیاست. امکان لري ستاسو له لاسه پر چا ډز وشي یا ځان وولئ."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په فبرورۍ کې مشال راډیو ته د بې درکه شویو کسانو په اړه ویلي ول، څوک چې په ټولنه کې د "تشویش سبب" کېږي، ښه ده چې "کنټرول" شي.

طالبان دريځ لري چې د "شريعت په چوکاټ" کې ښځو ته د کار او تعليم اجازه ورکوي خو تر اوسه یې دا چوکاټ نه دی تشريح کړی.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې پر طالبانو په بيا بیا غږ کړی چې د ښځو د حقونو تر څنګ دې د بیان ازادۍ ته احترام وساتي او د خلکو اواز دې نه غلی کوي.

XS
SM
MD
LG