د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي وسلوالو د جنوبي وزیرستان د ضلعي عدالت قاضي تښتولی دی


پولیس وايي چې د قاضي د موندلو هڅه کوي - پخوانی انځور.
پولیس وايي چې د قاضي د موندلو هڅه کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ټانک پولیس او وکیلان وايي چې وسلوالو د جنوبي وزیرستان د ضلعي عدالت قاضي (سېشنز جج) تښتولی دی.

د ټانک د وکیلانو مشر شېرپاو مسید د خالي یا شنبې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې قاضي شاکر الله خان مروت د هرې ورځې په څېر د اپرېل پر ۲۷مه هم ماسپښین مهال خپل کار پای ته ورساوه او له کچهریو څخه کور ته روان وو او چې شاوخوا درې نیمې بجې د ټانک او ډېره اسماعیل خان پر پوله په پرته سیمه محبت ګره ته ورسېد نو هلته یې وسلوالو ګاډی ودراوه.

دی وايي، وسلوالو د قاضي مروت تر تښتونې مخکې د هغه پر ساتونکي او ډرېور تشدد کړی او ګاډي ته یې هم تاوان رسولی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې د جنوبي وزیرستان د ضلعي عدالت قاضي چا او ولې تښتولی دی او چا د پېښې ذمه واري هم نه ده منلې.

خو د ټانک د ضلعي پولیسو مشر عبدالسلام خالد تر پېښې لږ ساعت وروسته مشال راډیو ته وویل پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې قاضي شاکر الله خان مروت پیدا کړي.

په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو تر ورغځېدو وروسته هلته د پولیسو او عدالتونو نظام وروغځېد، خو د جنوبي وزیرستان په ګډون په یوشمېر ضلعو کې د امنیت خرابې وضعې، بېخبنا او د اړینو اسانتیاوو نه شتوالي له وجې عدالتونه په ګاونډیو ضلعو کې جوړ شوي دي.

په ټانک کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د هغې ضلعې ګڼو اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې هلته امنیتي حالات خورا خراب شوي دي او هلته وسلوالې او جرم کوونکې ډلې فعالې دي.

د ټانک اوسېدونکي وايي چې په ځانګړي ډول له ډېره اسماعیل سره په نېږدې برخو کې د امنیت وضعیت ډېر خراب دی او پولیس تر ماښام وروسته ګزمې یا ګشتونه نه کوي.

د هغې ضلعې یو ځايي پولیس چارواکي اصغر وزیر د اپرېل پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د امنیت لپاره یې اقدامات کړي دي.

خو دا یوازې ټانک نه ده، بلکې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول په جنوبي ضلعو کې، ناامني زیاته شوې ده.

د صوبې د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) هم د اپرېل په پیل کې په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې پر پولیسو او خلکو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

رپورټ وايي، د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په ډېره اسماعیل خان کې ۲۵، شمالي وزیرستان کې ۲۱، په ټانک کې ۱۷، په لکي مروتو کې ۱۱، په خیبر کې ۱۰، په بنو کې نهه او په باجوړ، جنوبي وزیرستان او صوبايي مرکز پېښور کې شپږ، شپږ بریدونه یا بمي چاودنې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو انتظامي او امنیتي چارواکي اکثر په هدفي عملیاتو کې مشکوک وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. د پاکستان پوځ د اپرېل پر ۲۲مه په ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اپرېل پر ۱۸مه د پارلېمان دواړو جرګو ګډې غونډې ته په وینا کې پر زیاتېدونکې ناامنۍ اندېښنه وښوده.

هغه وویل چې "ترهګري" یوه سیمه ییزه مسله ده چې د ختمولو لپاره یې باید د سیمې پر کچ ګډې هڅې وشي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG