په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د یوه سفارتي پلاوي په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۷مه ننګرهار ته ورغلی وو او هلته يې د ولایتي سوداګرۍ خونې له یوشمېر استازو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې واورېدې.
دا په داسې حال کې ده چې کوربه هېواد بنګلادېش د درو سیالیو د لړۍ لومړۍ دوه وار له مخه ګټلې دي.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ننګرهار کې د وطني تولیداتو دا لومړنۍ نندارتون دې چې د خلکو پر مخ پرانیستل شوی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د هندوستان لخوا د اعلان شویو ۵۰ زرو ټنو غنمو د مرستو لومړۍ جوپه د فبرورۍ په ۲۶مه یاد ولایت ته رسېدلې ده.
د شیخ زاید پوهنتون په دروازه کې د محصلانو د هرکلۍ لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي ول، د خصوصي ښوونځیو نجونو او هلکانو د پوهنتون محصلانو او استادانو ته د ګلونو ګلدستې ورکړې.
افغان لوبډله به د بنګلادېش د اوسنۍ دورې پر مهال د کرکټ درې يو ورځنۍ او دوه ۲۰ اووريزې لوبې کوي. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د فبرورۍ پر ۲۸مه په درېیمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.
د بنګلا دېش لوبډلې په ۴۹م اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف پوره کړ. د هغې لوبډلې عفیف حسین ۹۳ او مهدي حسن ۸۱ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري، فضل حق فاروقي څلور او راشد خان او مجیب الرحمان یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.
قومي مشر توریالی منګل مشال راډيو ته وويل چې په دې قومي پرېکړو کې دا هم ول چې ښځې باید په دښمنیو کې ورنکړل شي.
د یونېسېف افغانستان څانګې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه په بیان کې ویلي، ۳.۲ مېليونه افغان ماشومان دا مهال د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.
محب زیاته کړې چې اشرف غني اوس هم د ولس د خیر لپاره د داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړيو استازیتوب پکې وي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته