د افغانستان د خبریالانو او رسنيو فيډرېشن د مرکزي کمېټې غړي حجت الله مجددي د مارچ پر ۲۸مه په يوه ويډيويي پېغام کې ويلي چې طالبان دې د رسنيو مخه نه نیسي او نيولي خبريالان دې ژر خوشې کړي.
یوناما د مارچ پر ۲۷مه نېټه په یوه ټویټ کې ویلي چې میرمن نودسن پکتیا کې د طالبانو له والي مولوي محمد علي جان، د افغان ښځو، سوداګرو، د رسنیو، پوهنتونو او د مدني ټولنې له استازیو سره وليدل.
د مظاهرې یو منتظم وویل چې لاریون په کابل کې د تعلیم د وزارت څخه پیل شو او په سوله ییزه توګه پای ته ورسېد. د مارچ په ۲۳مه له یو میلیون نه زیاتو نجونو سکولونو ته د ستنیدو تیاري نیوله خو په اخیري شیبو کې طالبانو د ښونځیو پرانیستلو پریکړه بیرته واخیسته.
امریکا دغه خبرې د مارچ پر ۲۵مه، ناڅاپه لغو کړې. دا پرېکړه د طالبانو د هغه اقدام پر وړاندې غبرګون و چې له شپږم صنفه د لوړو ټولګیو زدهکوونکې نجونې یې ښوونځي ته له تلو منع کړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته