د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې متقي او ورسره پلاوي یې د ترکیې په انتالیا ښار کې له وېسټ سره په دوه اړخیزه غونډه کې غوښتنه وکړه چې دا پیسې باید په هېڅ صورت مرستندویو ټولنو ته ورنهکړل شي.
تر اوسه طالبانو د هغې د نيولو او خوشې کولو په اړه څه نه دې ويلي. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر افغانستان واکمن دي. دوی پر ښځو يو لړ محدوديتونه لګولي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د روغتیا، پولیسو او ځینو نورو برخو کې چې ټولنې ورته اړتیا ده، دوی ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې او په نورو برخو کې هم چې ورته اړتیا پيښيږي، هغو ته به ښځې جذبیږي.
ندیمه په ۲۰۱۹ کال کې له کاناډا څخه افغانستان ته تللې وه. خو تر دې مخکې یې د نجونو د زده کړو په برخه کې فعالیت درلود او پر ټولنیزو رسنيو يا سوشل ميډيا یې د بتینګړې کاکې په نامه يو طنزيه کيريکټر يا کردار درلود.
دا غنم د هغو ۵۰ زره ټنو غنمو برخه ده چې هند يې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې وه.
د مارچ پر پینځمه په میرپور کې په دویمه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی بالنګ وکړ او بنګلادېش په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۱۵ منډې جوړې کړې. په ځواب کې افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې پوره کړ.
دا دوهمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه وه چې د دواړو ټیمونو ترمنځ ترسره شوه. افغانستان د بنګله دېش په وړاندې په لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې وه.
نوموړی په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې له ظهور سره سم د داعش خراسان برخې مهم غړی و.
د سیمې یوه اوسېدونکي خلیل الرحمان قلمیار مشال راډیو ته وویل، چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د جمعې تر لمانځه وروسته له جومات وروتل.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته