د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لومړي ځل هندي‌ مالونه د افغانستان له لارې ازبکستان ته واستول شول


د مارچ ۱۶: هندي مالونه چې د پاکستان له لارې کابل ته رسيدلي او ازبکستان ته ليږل کيږي
د مارچ ۱۶: هندي مالونه چې د پاکستان له لارې کابل ته رسيدلي او ازبکستان ته ليږل کيږي

د پاکستان له لارې افغانستان ته رسيدلي د هند مالونه ازبکستان ته واستول شول. دا لومړی ځل دی چې هند له دې لارې د مرکزي اسيا سره سوداګري کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مارچ په ۱۶مه په خپره کړې خبرپاڼه کې وويل چې د دوه لکو ډالرو په ارزښت د هند مالونه د کراچۍ بندر له لارې کابل ته رسيدلي چې په همدغه ورځ ازبکستان ته واستول شول.

د دغه وزارت ویاند مولانا زهیر مشال راډيو ته وويل چې په دې مالونو کې ۱۲۰ ټنه بوره او ۲۰ ټنه د غويي غوښه شامله ده چې د افغانستان د حیرتانو بندر له لارې ازبکستان ته ولاړل.

هغه زیاته کړه: ((د دې مالونو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره امریکایي ډالره دی چې په اوسط ډول په ورځ کې له دې درکه افغانستان ته یو میلیون افغانۍ عاید ترلاسه کېږي. دا زموږ شعار وو او دی چې افغانستان به د اقتصادي څلور لارې په توګه بدلوو او د دې محمولو انتقال یې د پیل یوه بېلګه ده.))

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د هند تر څنګ له بنګله دیش او پاکستان سره هم د ټرانزیټ هوکړې لاسلیک شوې دي چې ځینې یې د پلي کېدو په حال کې دي. تر دې مخکې د تېر نظام پر مهال دغه سوداګریزې راکړې ورکړې د طالبانو د حملو او نورو امنیتي ګواښونو له امله د هند او افغانستان تر منځ نه کېدلې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د محمد اشرف غني حکومت چپه کړ او پر ځای یې خپله واکمي پيل کړه. تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پيژندلی چې له امله یې د نورو هېوادونو سره تجارت محدود دی.

XS
SM
MD
LG