د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: تر سيمه ييزې اجماع وروسته د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی شو


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم

پاکستاني چارواکي وایي، د طالبانو حکومت هغه مهال په رسمیت پېژني چې په اړه يې سیمه ییزه اجماع رامنځته شي.

دا څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ډان ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو ټینګار کړی چې دوی د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي. خو تر دې دمه یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو ځینې پخواني ډیپلوماتان په دې باور دي چې پاکستاني چارواکي سیمه ییزه اجماع پلمه ګرځوي تر څو د طالبانو پر وړاندې له ملامتیا ځان وژغوري.

د تېر جمهوري نظام یو ډیپلوماټ او په لندن کې اوسنی برحاله حقوقي سلاکار عزیز الدین معارج وایي، پاکستان په دې ډول څرګندونو غواړي د طالبانو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې دوه مخی رول ولوبوي.

معارج وایي، د نړیوال خصوصي قانون او د ویانا او شیکاګو د کنونسیونونو د اصولو له مخې هر هېواد د بل هېواد د اړیکو او رسمیت پېژندلو نه پېژندلو کې واکمن دی، خو په خبره یې پاکستان د سیاسي مجبوریو له مخې دا پلمې کوي.

بلخوا ټاکل شوې د مارچ میاشتې په پای کې په چین د افغانستان په اړه په ځانګړې توګه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه یوه غونډه جوړه شي. په دې ناسته کې به د افغانستان شپږ نږدې ګاونډیان چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو په شمول د طالبانو یو پلاوی به هم ګډون وکړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو نظر واخلو خو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه ویل شو. خو وړاندې هم ورته ناستې په اسلام اباد، اسلو او دوحې کې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کې د ۱۵ هېوادونو ۱۴ یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې او د دوی د حکومت له رسمیت او ډیپلوماتیک پېژند ګلوۍ پرته د رسمي اړیکو د درلودلو لپاره د پرېکړه لیک د تایید رایې کارولي دي.

خو منیر اکرم ویلي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو دا پرېکړه لیک په افغانستان کې یوازې د بشري مرستو رسولو، بشري حقونو د تامین او د یو ټول شموله حکومت د رامنځته کېدو لپاره د هڅولو په هدف د دې سازمان د ماموریت د پیاوړي کېدو لپاره تایید کړی دی.

د یوه ټول شموله حکومت جوړول، د ښځو حضور او سیاسي ګډون او د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تامین هغه شرایط دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمیر نړیوال سازمانونو د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره شرط کړي دي.

XS
SM
MD
LG