د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د طالبانو لخوا نيول شوي درې خبريالان خوشې کړل شوي


کابل کې د طلوع نيوز ټېليويژن يوه څانګه. انځور له ارشيفه
کابل کې د طلوع نيوز ټېليويژن يوه څانګه. انځور له ارشيفه

په داسې حال کې چې پرون (مارچ ۱۷مه) طالبانو په کابل کې د طلوع نیوز ټېليويژن درې خبريالان نيولي ول، نن يې بېرته خوشې کړي دي.

د طلوع نيوز پخواني مشر لطف الله نجفي زاده نن (مارچ ۱۸مه) پر خپل ټويټر ليکلي وو چې د طالبانو د استخباراتي شبکې د غړيو لخوا د طلوع نیوز خبري څانګې د مشر خپلواک ساپي، خبريال بهرام امان او د ټېليويژن د حقوقي سلاکار نيولو غصه کړی. د نوموړي په وينا ښاغلی ساپی او حقوقي سلاکار خوشې شوي خو خبريال بهرام امان لاهم له طالبانو سره بندي دی.

خو تر دې څو ساعته وروسته بهرام امان هم د طلوع نيوز په يوه ژوندۍ خپرونه کې د ټېليويژن پر پرده راڅرګند شو چې خوشې کول يې باوري وګرځېدل.

طلوع نيوز پر خپله ټويټر پاڼه هم خبر خپور کړی او ليکلي يې دي چې بهرام امان د ټېليويژن په يوه ژوندۍ خپرونه کې په راڅرګندېدو سره "د خپل خلاصون ډاډ ورکړ".

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندويه دفتر یا یوناما د ټویټر له لارې د خبریالانو پر نیول کېدو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې وه. يوناما په خپل بيان کې زياته کړې وه چې نيول شوي خبريالان دې ژر تر ژره خوشې کړل شي او د خبريالانو او خپلواکو رسنيو پرضد دې "د تهديد لړۍ ته د پای ټکی کښېښودل شي".

که څه هم تر اوسه طالبانو د طلوع نيوز د کارکوونکو د نیول کېدو د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي خو د دې خبري چېنل خبریال سعید شینواري، چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د مارچ پر ۱۷مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې دا کسان په دې خاطر نیول شوي چې د طالبانو د استخباراتو له لوري يې د بهرنیو سریالونو يا ډرامو پر خپرولو د بندېز خبر خپور کړی وو.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د طلوع په شمول ټولو ټېليويژن چېنلونو ته په لیکلې بڼه امر کړی چې بهرني سریالونه دې نور نه خپروي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې د کابل تر نیولو وروسته څو ځلې نور خبريالان او مدني فعالان هم نیولي چې څه موده وروسته يې د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو فشارونو په پایله کې بېرته خوشې کړې دي.

XS
SM
MD
LG