د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست لوستې ښځې له بې روزګارۍ او کورني اقتصاد له خرابوالي شکایت کوي


په خوست کې ښځې د طالبانو له حکومته غواړي چې دوی ته د کار کولو اجازه ورکړي
په خوست کې ښځې د طالبانو له حکومته غواړي چې دوی ته د کار کولو اجازه ورکړي

په خوست کې یو شمیر هغه لوستې ښځې چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته يې خپلې حکومتي دندې دلاسه ورکړي، وايي د کورنیو اقتصادي حالت يې خراب شوی دی.

دوی زیاتوي په تیر نظام کې يې یوه اندازه میاشتنۍ تنخواوې اخیستي چې د کورنیو مشکلات يې ورباندې حل وو خو اوس يې چې معاشونه قطع شوي، ژوند یې سخت دی.

نعت بې بي عمري د خوست په ولایتي شورا کې درې دورې د خلکو استازې پاتې شوې او په وروستیو شلو کالونو کې يې د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې د پیدا کولو مسوولیت ترسره کړی په اوس وخت کې چې بې دندې شوې، ددې په وینا له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده.

ډېرې ښځې داسې دي چې په خپله تنخا یې د کور چارې پرمخ بیولې خو اوس بې روزګاره دي چې له وجې یې ژوند سخت دی
نادیه باوري

نوموړې وايي: "اوس په یو کرايي کور کې اوسیږم. مېړه مې معذور او تقاعد دی. له طالب چارواکو مې دا هیله ده چې موږ ته وظیفې راکړي ځکه ځینې ښځې کونډې دي، ځینې ښځې څوک نلري. نو هغوی دې لوستو ښځو ته په حکومتي دندو کې ونډه ورکړي تر څو دا ښایسته وطن مو بیرته له سره اباد شي."

نادیه باورې یوه بله میرمن ده چې مخکې ولایت مقام کې د جنډر د برخې مسووله وه. نوموړې هم وویل چې په وروستیو شپږو میاشتو کې د ښځو ټولنیز او اقتصادي حالت خراب شوی دی. هغه زیاتوي، پخوا ځینو ښځو دندې درلودې، معاشونه يې اخیستل، خو دا شپږ میاشتې په کور ناستې دي او له کبله يې اقتصادي مشکلات بیخي ډېر شوي دي.

باوري وايي، د ښځو د ژوند ښه کولو ته نه په سمه توګه د نړیوالو پام شته او نه د طالبانو حکومت ورته چندانې پام کوي، نو ددې اړتیا ده چې دوی ښځو ته کاري فرصتونه پیدا کړي او خپل معاشونه ورکړي.

په ۱۹۷۷ز کال کې د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې (یونېسکو) لخوا د مارچ اتمې ته د ښځو د نړیوالې ورځې نوم ورکړل شو، چې دا ورځ له هغه وروسته د نړۍ په ډیری هېوادونو کې لمانځل کیږي.

د حقوقو د پوهنځي محصله ساینه صاحبزاده وايي، په افغانستان کې د ښځو د نړیوالې ورځې ښه لمانځنه به دا وي، چې هغوی ته بنسټیز کارونه ترسره شي. د هغې په وينا د ښځو لپاره د زده کړو، امنیت او روغتیا د وړ شرایطو برابرول او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي د اصلي لامونه تشخیص او د مخنیوي لپاره يې هڅو کول هغه کارونه دي چې د دوی د ژوند د ښه کولو لپاره باید ترسره شي.

بل لوري ته د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، دوی د اسلام د دین په چوکاټ کې ښځو ته د ټولو حقونو ورکولو ته ژمن دي. د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل چې د روغتیا، پولیسو او ځینو نورو برخو کې چې ټولنې ورته اړتیا ده، دوی ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې او په نورو برخو کې هم چې ورته اړتیا پيښيږي، هغو ته به ښځې جذبیږي.

خو طالبانو پر ښځو بغیر له نارينه محرمه له کوره په وتلو بندیز لګولی. که څه هم په تېر جمهوري نظام کې یو شمېر ښځو د وزیرانو تر کچې دندې درلودې، خو له هغه وروسته چې پر افغانستان طالبان واکمن شول، د ښځو چارو هغه یواځینۍ وزرات هم د امربالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل شو او په حکومتي ادارو کې ډیریو کارکوونکو ښځو خپلې دندې دلاسه ورکړې. ځينې ښځې د مظاهرو د کولو له امله زنداني شوي هم دي او ډيری نورو یې د ژوند خوندي ساتلو لپاره بهر ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG