د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه: طالبان دې تر نړيوال مشروعيت مخکې د داخلي مشروعيت هڅه وکړي


په برسلز کې د اروپايي اتحاديې مرکزي ودانۍ. انځور له ارشيفه
په برسلز کې د اروپايي اتحاديې مرکزي ودانۍ. انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی وايي، مخکې تر دې چې د طالبانو حکومت په نړۍ کې په رسمیت وپېژندل شي، طالبان باید په خپل هېواد کې دننه د خپل حکومت د پېژندنې هڅه وکړي.

توماس نېکلسن دا خبره د مارچ پر ۱۷مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

نوموړي وویل: "یو حکومت باید د خپلو خلکو له لوري وپېژندل او ومنل شي، وروسته د نړیوال رسمیت موضوع مطرح ده. هغه ګام چې دې لور ته پورته کېږي، فکر کوم په ځايي کچ خبرې اترې دي، خلکو ته غوږ نیول چې څه اندېښنه لري او له حکومته څه تمه لري؟"

طالبانو تر اوسه د ښاغلي نېکلسن د څرګندونو په اړه څه نه‌ دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې پر ټول افغانستان حاکمیت لري او ولس یې ملاتړ کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازي د اوونۍ په پیل کې په یوه ټویټ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د څرګندونو په ځواب کې ویلي وو چې هيڅ حکومت یا حکومتي جوړښت باید پر افغانانو و نه ‌تپل شي.

ده همداراز ویلي وو چې په افغانستان کې دې د ښځو او نارینه‌وو په شمول ټولو ته په تصمیم نیولو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې انتالیا ډیپلوماسۍ فورم ته په وینا کې ویلي وو چې د بهرنیانو د حکومت بڼه باید پر افغانانو ونه‌ تپل شي.

توماس نېکلسن د مارچ پر ۱۷مه همداراز وویل، اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د فعالانو د بې‌درکه کېدو، د رسنیو د سانسور او همداراز د غونډو د محدودیت په اړه اندېښنه لري.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې دې نارینه او ښځې کار وکړي او ټولو ته دې د زده‌کړو لاره هواره وي.

XS
SM
MD
LG