د مظاهرې یو منتظم وویل چې لاریون په کابل کې د تعلیم د وزارت څخه پیل شو او په سوله ییزه توګه پای ته ورسېد. د مارچ په ۲۳مه له یو میلیون نه زیاتو نجونو سکولونو ته د ستنیدو تیاري نیوله خو په اخیري شیبو کې طالبانو د ښونځیو پرانیستلو پریکړه بیرته واخیسته.
امریکا دغه خبرې د مارچ پر ۲۵مه، ناڅاپه لغو کړې. دا پرېکړه د طالبانو د هغه اقدام پر وړاندې غبرګون و چې له شپږم صنفه د لوړو ټولګیو زدهکوونکې نجونې یې ښوونځي ته له تلو منع کړې.
یونېسف په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په سلو کې ۸۲ افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی او خلک مجبوره شوي چې په ماشومانو کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو ټینګار کړی چې دوی د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي. خو تر دې دمه یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته