د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتاليا ډيپلوماسۍ غونډه: طالبانو يو ځل بيا له امريکا د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو ازادولو غوښتنه کړې


د امير خان متقي او ټام وېسټ ليدنه
د امير خان متقي او ټام وېسټ ليدنه

د طالبانو حکومت یو ځل بیا له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ویلي چې د افغانستان په شتمنیو کې هر راز تصرف به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېز وکړي.

د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ د طالبانو له پلاوي سره د خپلې پرونۍ ( مارچ ۱۱) لیدنې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې امریکا دې د افغانستان بانک اووه میلیارده ډالر زېرمې خیریه ټولنو ته نه‌ورکوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن نږدې یوه میاشت مخکې اعلان وکړ چې په امریکا کې د افغانستان اووه میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ نیمايي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي حملو د قربانیانو لپاره ځانګړې کوي او پاتې درې نیم میلیارده ډالره به د ملګرو ملتونو مرستندویو ادارو ته ورکوي څو د افغانستان له بې‌وزلو خلکو سره پر مرستو یې ولګوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې متقي او ورسره پلاوي یې د ترکیې په انتالیا ښار کې له وېسټ سره په دوه اړخیزه غونډه کې غوښتنه وکړه چې دا پیسې باید په هېڅ صورت مرستندویو ټولنو ته ورنه‌کړل شي.

متقي له غونډې وروسته په دې اړه خبریالانو ته وویل: "دا د افغانستان د مرکزي بانک پشتوانه ده او د افرادو او اشخاصو شخصي پانګه نه‌ده. هیله‌من یو چې امریکا به هم دا حقایق درک کړي او د افغانستان د خلکو پر ضد د فشار له وسایلو کار وانه‌خلي."

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امیر خان متقي د امریکا ځانګړي استازي ته ویلي دي چې د افغانستان په شتمنیو کې هر راز تصرف به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG