یونېسف په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په سلو کې ۸۲ افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی او خلک مجبوره شوي چې په ماشومانو کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو ټینګار کړی چې دوی د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي. خو تر دې دمه یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
ډبليو اېف پي د مارچ په ۱۳مه پر ټویټر ليکليچې له ۳۴ څخه په ۲۸ ولايتونو کې ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي. د دوی په خبره په افغانستان کې له درې نیم ملیونو څخه زیات ماشومان د تغذیې په برخه کې درملنې ته اړتیا لري.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې متقي او ورسره پلاوي یې د ترکیې په انتالیا ښار کې له وېسټ سره په دوه اړخیزه غونډه کې غوښتنه وکړه چې دا پیسې باید په هېڅ صورت مرستندویو ټولنو ته ورنهکړل شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته