د خوست د تریزیو او عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکیو له دولته غوښتي، چې د سېشنبې په ورځ د یو ماشوم د قتل او لارې وهنې په تور نیول شوي کس ته دې تر ټولو سخته سزا ورکړي.
لوګر: د افغانستان د لوګر ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، پدې وروستیو کې د یاد ولایت په ځینو ناامنو ولسوالیو کې بهرني وسله وال ځای پر ځای شوي او د لوګر او نږدې ولایتونو د امنیت د خرابولو هڅې يې پیل کړي دي.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رياست د اسلاميک ريلیف افغانستان په مالي مرسته په ۱۳۳۶ بې وزله او بې سرپرسته کورنيو د روژې په مناسبت خوراکي توکي وویشل.
افغانستان او پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دوه اړخيزو کاري کمېټو په رامنځته کولو سلا شوې دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دا کاري کمېټې به کله خپل کار پيلوي خو دواړه خواوې وايي چې د امنيت ساتلو لپاره مهمې دي. پخوا هم د ورته همکاريو وعدې شوې خو ترهګري ورسره نه ده کمه شوې.
د درېیوو کلونو تر تېرېدلو وروسته، د ملي يووالي حکومت اجرائیه رئیس دا مني چې دوی په دندو کې پاتې راغلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي؛ که څه هم سلو په سلو کې باور نهلري چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات...
د قومونو د یووالي او له نظام ملاتړ دغه غونډه د شنبې په ورځ د ننګرهار د سرحدنو او قبایلو چارو ریاست په انګړ کې تر سره شوه
پاکستان خارجه دفتر په خپله خبرپاڼه کې وايي چې وزيراعظم نواز شريف او اولسمشر اشرف غني ترمېنځه د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې شوي ملاقات پرمهال د وسله والو ډلو پرضد د فعالیتونو د تایید لپاره د يو نظام په جوړولو اتفاق شوی دی.
په افغانستان کې د ژورنالیستان ملاتړ یو شمېر خپلواکو ادارو په غور ولایت کې د ازادۍ راډیو د خبریال بندي کول او له هغه سره ناوړه چلند غندلی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په جمعه د پاکستان له وزیر اعظم نواز شریف سره په استانه کې وکتل.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادره يو اين ايچ سي آر وايي چې له تېر اپرېل مياشتې راهیسې په دغه هېواد مېشت ۳۲ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغانستان د حزباسلامي مشر وايي، د انتخاباتو د روڼتیا او ډېرو لګښتونو د مخنیوي په هدف په کار ده چې د انتخاباتو په اوسني سیسټم کې بدلون راشي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته