د قومونو د یووالي او له نظام ملاتړ دغه غونډه د شنبې په ورځ د ننګرهار د سرحدنو او قبایلو چارو ریاست په انګړ کې تر سره شوه
پاکستان خارجه دفتر په خپله خبرپاڼه کې وايي چې وزيراعظم نواز شريف او اولسمشر اشرف غني ترمېنځه د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې شوي ملاقات پرمهال د وسله والو ډلو پرضد د فعالیتونو د تایید لپاره د يو نظام په جوړولو اتفاق شوی دی.
په افغانستان کې د ژورنالیستان ملاتړ یو شمېر خپلواکو ادارو په غور ولایت کې د ازادۍ راډیو د خبریال بندي کول او له هغه سره ناوړه چلند غندلی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په جمعه د پاکستان له وزیر اعظم نواز شریف سره په استانه کې وکتل.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادره يو اين ايچ سي آر وايي چې له تېر اپرېل مياشتې راهیسې په دغه هېواد مېشت ۳۲ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغانستان د حزباسلامي مشر وايي، د انتخاباتو د روڼتیا او ډېرو لګښتونو د مخنیوي په هدف په کار ده چې د انتخاباتو په اوسني سیسټم کې بدلون راشي.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشرانو په تهران کې د چارشنبې د ورځې بریدونه وغندل چې په کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده مشال راډيو ته وویل چې په دغه چاودنه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپيان شوي دي.
افغان ولسمشر د سولې د عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي د دغه شورا د رئیس په توګه ټاکلی ...
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، موږ د دې لپاره راټول شوي یو چې معلومه کړو د سولې مینه وال یو؛ د سولې د راوستلو ظرفیت لرو او د سولې په اړه رښتینې یو.
حقاني شبکه د افغان طالبانو برخه ده خو افغان چارواکي وايي چې تر ډېره په خپلواک ډول خپل ترهګريز فعاليتونه کوي. افغان او امريکايي چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې دا ډله په شمالي وزیرستان کې ساتي خو اسلام اباد يې ردوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امنیت ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې رښتینې مبارزه او د سولې ټینګښت او د افغان حکومت لیدلوری د دغې ناستې د اجنډا د بحث وړ مسایل دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته