د افغانستان د حزباسلامي مشر وايي، د انتخاباتو د روڼتیا او ډېرو لګښتونو د مخنیوي په هدف په کار ده چې د انتخاباتو په اوسني سیسټم کې بدلون راشي.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشرانو په تهران کې د چارشنبې د ورځې بریدونه وغندل چې په کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده مشال راډيو ته وویل چې په دغه چاودنه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپيان شوي دي.
افغان ولسمشر د سولې د عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي د دغه شورا د رئیس په توګه ټاکلی ...
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، موږ د دې لپاره راټول شوي یو چې معلومه کړو د سولې مینه وال یو؛ د سولې د راوستلو ظرفیت لرو او د سولې په اړه رښتینې یو.
حقاني شبکه د افغان طالبانو برخه ده خو افغان چارواکي وايي چې تر ډېره په خپلواک ډول خپل ترهګريز فعاليتونه کوي. افغان او امريکايي چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې دا ډله په شمالي وزیرستان کې ساتي خو اسلام اباد يې ردوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امنیت ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې رښتینې مبارزه او د سولې ټینګښت او د افغان حکومت لیدلوری د دغې ناستې د اجنډا د بحث وړ مسایل دي.
په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د خپلو قواوو پر زياتېدو غور کوي، د سخت دريځو ډلو په وړاندې د ...
د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د کابل د وروستيو بریدونو په تړاو، د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار او د امنیتي ارګانونو د ...
په پېښور کې یو شمېر ښځینه او نرینه فعالانو د کابل د وروستي برید پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده او د چارشنبې په برید کې یې د وژل شویو په یاد شمې بلې کړې. د شنبې یا خالي پر ماښام په دې احتجاج کې ګډونوالو وویل، د افغانستان وروستي بریدونه د افغانانو او پښتنو توکم وژنه ده. ویډیو وګورئ.
مظاهرچيانو د حقاني شبکې پرضد، د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارو، د وسله والو د پټن ځايونو ختمولو په اړه شعارونه ورکړل.
د خېبر ايجنسۍ پولټيکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې دروازه يې د امنيتي اندېښنو له کبله د لنډې مودې لپاره تړلې وه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته