د قبایلي سیمو قدرتي افتونو سمبالولو ادارې [اېف ډي اېم اې] وایي، پهراتلونکیو دوو میاشتو کې به په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان نېږدې اووه زره نورو کډوالو کورونو واپسي هم پیل شي.
د پکتیکا مرکز ښرنې ته د اختریزو میلو لپاره د یاد ولایت د سیمو او ولسوالیو څخه د ګڼو خلکو له ورتګ سربېره له ګاونډ پکتیا او غزني ولایتونو څخه هم ګڼ ځوانان ورغلي دي.
په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان لپاره پر نوې ستراتیژۍ کار کوي، د دغه هېواد لوی درستیز جوزیف ډانفورډ پرون دوشنبې په ورځ افغانستان ته راغی.
په اعلامیه کې افغانستان، چين او پاکستان د سیمې سولې او ثبات ټینګولو، د سیمه يیزې نښلونې او اقتصادي همکاریو پیاوړتيا او د ګډ امنیت او پرمختګ ودې ورکولو ته ژمنتیا ښودلې.
د شنبې او يکشنبې په منځنۍ شپه چې د ږوب ښار په بازار کې خلک د اختر لپاره په سودا اخيستلو بوخت وو،
د یکشنبې په ورځ د خوست چارواکو، دیني عالمانو او مخورو د کوچني اختر تر لمانځه مخکې په خپلو خبرو کې د ولسونو تر منځ د یووالي د ټېنګښت او د سولې لپاره د هڅو د ډېریدو غوښتنه وکړه.
د هرات د چشت شریف ولسوال فرهاد خادمي د افغان پوځیانو وژنه تایید کړه او و یې ویل چې یو پوځي ژوبل دی او په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي. چارواکي وايي، په چشت شریف کې د سلما بند د ساتونکو او د وسله والو طالبانو نښته شاوخوا دوه ساعته روانه وه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره لیده کاته کړي دي.
د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې د تیرې شپې په هوايي برید کې د داعش ډلې قومندان حاجې امان الله له خپلو پنځوو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د افغان سرحدي پولیسو لخوا د پاکستاني سرحدي چارواکو لپاره د روژه ماتي په مېلمستیا کې دواړو لوریو پر سرحدي ستونزو بحث وکړ او موافقه وشوه چي تر دي وروسته به د کرښې په دواړو غاړو کې رامنځ ته کېدونکې ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو د لارې حلوي.
نن د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې د افغانستان تر څنګ يې آيرلينډ ته هم دغه غړيتوب ورکړی دی. په دې اړه د افغان کرکټ بورډ مشر پر فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خپلو خبرو کې افغانانو ته د دې “سترې لاس ته رواړنې” مبارکي ورکړه.
افغان چارواکي وايي کوشش کوي چې طالبانو سره بندي کسان راخوشي کړي خو د ې کار لپاره به هغه قيديان پرېنږدي چې امنيتي ځواکونو نيولي دي. د افغان ولسمشر يو وياند شاه حسين مرتضوي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبريالانو ته وويل چې حکومت هېڅ چمتو نه دی چې له طالبانو سره په دې اړه یو جوړجاړی وکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته