د یکشنبې په ورځ د خوست چارواکو، دیني عالمانو او مخورو د کوچني اختر تر لمانځه مخکې په خپلو خبرو کې د ولسونو تر منځ د یووالي د ټېنګښت او د سولې لپاره د هڅو د ډېریدو غوښتنه وکړه.
د هرات د چشت شریف ولسوال فرهاد خادمي د افغان پوځیانو وژنه تایید کړه او و یې ویل چې یو پوځي ژوبل دی او په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي. چارواکي وايي، په چشت شریف کې د سلما بند د ساتونکو او د وسله والو طالبانو نښته شاوخوا دوه ساعته روانه وه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره لیده کاته کړي دي.
د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې د تیرې شپې په هوايي برید کې د داعش ډلې قومندان حاجې امان الله له خپلو پنځوو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د افغان سرحدي پولیسو لخوا د پاکستاني سرحدي چارواکو لپاره د روژه ماتي په مېلمستیا کې دواړو لوریو پر سرحدي ستونزو بحث وکړ او موافقه وشوه چي تر دي وروسته به د کرښې په دواړو غاړو کې رامنځ ته کېدونکې ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو د لارې حلوي.
نن د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې د افغانستان تر څنګ يې آيرلينډ ته هم دغه غړيتوب ورکړی دی. په دې اړه د افغان کرکټ بورډ مشر پر فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خپلو خبرو کې افغانانو ته د دې “سترې لاس ته رواړنې” مبارکي ورکړه.
افغان چارواکي وايي کوشش کوي چې طالبانو سره بندي کسان راخوشي کړي خو د ې کار لپاره به هغه قيديان پرېنږدي چې امنيتي ځواکونو نيولي دي. د افغان ولسمشر يو وياند شاه حسين مرتضوي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبريالانو ته وويل چې حکومت هېڅ چمتو نه دی چې له طالبانو سره په دې اړه یو جوړجاړی وکړي.
د لوګر اوسیدونکي پدې وروستیو ورځو کې په یاد ولایت کې د وسلوالو لخوا د ترور، پر امنیتي پوستو د بریدونو او کله نا کله د کابل-لوګر تر منځلويې لارې ته په راوتلو انديښنه څرګندوي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي د کابل بانک مخ ته په ترسره شوي موټر بم برید کې په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي افغان وګړي هم شامل دي .
د هلمند مرکز لښکرګاه کې چارواکي وايي چې د کابل بانک مخې ته موټر-بم برید ۱۵ تنه وژلي او ۵۰ نور یې ژوبل کړي.
پراګ: افغانستان د دوشنبې په ورځ د هوا له لارې له هند سره د سوداګرۍ پیل وکړ او په افغان توکیو بار لومړۍ الوتکه له کابله هند ته ولاړه. ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اونۍ کې په وچو مېوو بار بله الوتکه له کندهاره هند ته پرواز وکړي.
د سېشنبې په ورځ په پکتیکا کې د ولسي تړون پروګرام د یاد ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې پیل شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته